د ایټالیا پولیسو ۱۸ تنه چې په  واتیکان يي د برید هوډ درلود ونیول

د ایټالیا پولیسو د میلانو په ښار کې ۱۸ تنه د القاعدې غړي چې په افغانستان او پاکستان کې یو زیات شمیر خونړي بریدونه ترسره کړي د ځانګړو عملیاتو په لړ کې ونیول.

248687
د ایټالیا پولیسو ۱۸ تنه چې په  واتیکان يي د برید هوډ درلود ونیول

د ایټالیا پولیسو د میلانو په ښار کې ۱۸ تنه د القاعدې غړي چې په افغانستان او پاکستان کې یو زیات شمیر خونړي بریدونه ترسره کړي د ځانګړو عملیاتو په لړ کې ونیول.
د ایټالیا پولیسو ویلي دي چې د القاعدې د سازمان نوموړو ۱۸ تنو غړیو په واتیکان د بریدونو پلان جوړ کړی وو.
د ایټالیا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د میلانو د ښار په ۷ جلا جلا سیمو کې ځانګړي عملیات ترسره کړل.
د ایټالیا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پولیسو ویلي دي چې نیول شوو کسانو په افغانستان او پاکستان کې هم په ورانکارانه فعالیتونو کې لاس لري او یو زیات شمیر خونړي بریدونه يي ترلاسه کړي دي.
پولیسو دا ندي ویلي چې نوموړي ۱۸ تنه د القاعدې غړي څه ډول ایټالیا ته رسیدلي دي او دوی سره پدې برخه کې چا مرسته کړې ده ؟
د بله پلوه په د امریکا په مشرۍ د ایتلاف لخوا په عراق کې د داعش او القاعدې په مرکزونو بریدونه دوام لري.
واشنګټن چارواکیو ویلي دي چې د تیرې چار شنبې د ورځې راهیسې يي په عراق او سوریه کې د داعش په پټنځایونو ۲۱ بریدونه ترسره کړي دي.
دا بریدونه د عراق د فلوجه، موصل، سینجار او رامادي په ښارونو کې د داعش په مرکزونو ترسره شوي دي .
د بغداد چارواکیو ویلي دي چې په رامادي کې سخته جګړه دوام لري او داعش د یو زیات شمیر سیمو نه وتو ته اړ شوې ده .
عراقي ځواکونه د رامادي د ښار په لورې پرمختګ کوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه