په واشنګټن کې یوه ډیره غجیبه مظاهره

د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې یو تن مظاهرې سره په سپینه ماڼۍ او کانګرس کې بیړنی حالت رامنځته کړ

238358
په واشنګټن کې یوه ډیره غجیبه  مظاهره

د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې یو تن د یو کسیزې چورلکې سره د کانګرس په چمن کې د راښکته کیدو سره امنیتي کسانو نه وار خطا کړ.
د کانګرس پولیسو ویلي دي یو تن د یو کسیزې چورلکې سره د سپینې ماڼۍ او کانګرس د پاسه چې الوتنې منع دي ټول بندیزونه د خپو لاندې کړل او د کانګرس په چمن کې راښکته شو.
نوموړی کس سمدلاسه د پولیسو لخوا ونیول شو. پولیسو د نوموړي کس هویت ندی افشا کړی او ویلي دي چې تر څیړونو لاندې نیول شوی دی .
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې یو تن د امریکا په ځایي وخت د ماسپخین د یوې نیمې بجې په شاوخوا کې د ګیرو ډوله یو کسیزې چورلکې سره د ګانکرس د ودانۍ لویدیځ لوري چمن کې راښکته شو. په چمن کې د چورلکې د راښکته کیدو سره سم د کانګرس پولیس، اف بي ای ، استخباراتو، سیمه ییز پولیس ، اور وژونکې ډلې او امبولانسونه سیمې ته راورسیدل.


همداشان ددې پیښې نه سمدلاسه وروسته د کانګرس دخولي او خروجي دروازې او کانګرس ته غځیدلې ټولې لارې د ټرافیک پر مخ وتړل شوې او ټولو امنیتي ځواکونو کلک امنیتي تدابیر ونیول.
ویل کیږي نیول شوي کس په لومړنیو څیړونو کې ویلي دي چې ددې عمل نه دده موخه د کانګرس د برښنالیکونو د سیاستونو په اړه غبرګون ښودل وو. نوموړي ویلي دي چې د فلوریدا ایالت نه يي الوتنه کړې وه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه