اشتون کارتر: په ایران د عسکري مداخلې مسله اوس هم د غور لاندې ده

د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارتر ویلي دي چې په ایران د عسکري مداخلې مسله اوس هم زما په میز پرته ده

233821
اشتون کارتر: په ایران د عسکري مداخلې مسله اوس هم  د غور لاندې ده

د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارتر ویلي دي چې په ایران د عسکري مداخلې مسله اوس هم زما په میز پرته ده .
د امریکا د دفاع وزیر ویلي دي چې د ایران د اټومي بټیو د لمنځه وړو په خاطر ځانګړي جوړ شوي بمونه تو توغندي تیار دي. نوموړي ویلي دي چې دا بمونه به د ایران اټومۍ بټۍ په کامله توګه لمنځه یوسي.
د امریکا د دفاع وزیر دا څرګندونې د ایران او پنځه + یو د ډلې ترمنځه د اټومي پروګرام په اړه د تفاهم د مسلې اړوند د ایران د دیني مشر د څرګندونو نه یو ورځ وروسته کړي دي .
د امریکا د سي ان ان خبري شبکې د د دفاع وزیر اشتون له قوله ویلي دي چې په ایران د نظامي مداخلې مسله اوس هم زما په میز پرته ده. د ایران سره د اتومي پروګرام په اړه تفاهم ته د نه رسیدو په صورت کې به په ایران نظامي مداخله وشي. کارتر ویلي دي چې ددې مداخلې په خاطر ځانګړې بمونه چې د ایران اټومي بټۍ له منځه یوسې تیار دي . نوموړي ویلي دي چې دا بمونه به د ایران ټول اټومي پروګرام په کامله توګه لمنځه یوسي. د امریکا د دفاع وزیر زیاته کړې ده چې ایراني چارواکي پدې خبره ډیر ښه پوهیږی.
د دفاع وزیر د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا ځانګړي بمونه د ایران د فردو د آټومي بټۍ په څیر د بټۍ ګانو د لمنځه وړو په خاطر جوړ شوي دي ؟ وویل هو. دا بمونه د همدا ډول موخو په خاطر جوړ شوي دي او د دفاع د وزیر په توګه زما دنده هم د مذاکراتو سره یو ځای د عسکري مداخلې په مسلې هم غور کول دي. زه مجبور یم چې د عسکري مداخلې په اړه هم غور وکړم.
کارتر اشتون د نوموړو بمونو د ځانګړتیاو په اړه وویل چې دا بمونه د مځکې لاندې د ۶۶ مترو پورې د اټومي بټۍ ګانو د لمنځه وړ په ظرفیت جوړ شوي دي.
کارتر ویلي دي چې د امریکا اداره د ایران د اټومي پروګرام په مسله کې د عسکري مداخلې پر ځای سیاسي حل لارې ته ډیر اهمیت ورکوي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه