د لوی قتل عام په څیر ټرافیکي پیښه

د مراکش د تان تان په سیمه کې د یو ډیر لوی قتل عام په څیر ټرافیکي پیښه رامنځته شوه. په پیښه کې وژل شوي ټول ماشومان دي

233122
د لوی قتل عام په څیر ټرافیکي پیښه

په مراکش کې د قتل عام په څیر ټرافیکي پیښه رامنځته شوه.
د مراکش د تان تان په سیمه کې په رامنځته شوې ټرافیکي پیښه کې ۴۰ تنو چې ډیری ماشومان ول ژوند د لاسه ورکړی دی .
ویل کیږي یاد شوي کسان ټول سوځیدلي دي. وژل شوي ماشومان عمرونه د ۱۱ او ۱۴ کلونو ترمنځه دي.
وژل شوي ماشومان ټول د سپورت لوبغاړي ول . د نوموړو ماشومانو بس موټر د یوې سیالۍ نه د راستنیدو پر مهال د یوې لارۍ سره د جنګیدو له امله اور واخیست. په پیښه کې ۴۰ تنه مړه او لس تنه نور ټپیان شوي دي .
ویل کیږي د پاتو لسو تنو روغتیايي حالت هم باریکه دی چې د مړو د شمیرې د لوړیدو اندیښنه ښودل شوې ده .


پيوندونه:

اړوند خبرونه