د داعش پلوي هکرانو د فرانسې په یو دولتي تلویزیون سایبر برید وکړ

د داعش پلوي د سایبر خلافت په نامه یوې هکرې ډلې د فرانسې په یو دولتي تلویزیون سایبر بریدونه وکړل

232366
د داعش پلوي هکرانو د فرانسې په یو دولتي تلویزیون سایبر برید وکړ

د داعش پلویانو دا ځل د فرانسې په دولتي تلویزیون ( TV5 MONDE) سایبر برید وکړ. ویل کیږي د سایبر خلافت په نامه د داعش یوې پلوي ډلې پرون د شپې په لسو بجو په نوموړي تلویزیون سایبر بریدونه پیل کړل.
دا تلویزیون چې د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هیوادونو کې نندارچیان لري د سایبر برید نه وروسته يي خپرونې ودریدې. ویل کیږي د برید نه وروسته په ټوله نړۍ کې د تلویزیون خپرونې ۳ ساعته ودریدې.
یادې شوې هکرې ډلې د تلویزیون په فیسبوک او ټویټر پاڼو هم بریدونه وکړل. د سایبر خلافت په نامه د داعش پلوي هکرې ډلې د یاد شوي تلویزیون د فیسبوک او ټویټر له لارې خپل پیغامونه او د فرانسې حکومت ته ګواښونه خپاره کړل.
د یاد شوي تلویزیون انټرنټ پاڼه هم له فعالیته وغورځیده. یاد شوې ډلې د تلویزیون اړوند په انټرنټ پاڼه کې په خپور کړي پیغام کې د فرانسې حکومت ته د داعش پر خلاف په ایتلاف او عسکري عملیاتو کې د ګډون له امله ګواښونه شوي دي.
داعش پلوي ډلې په پیغام کې ویلي دي چې د فرانسې ولسمشر اولاندا په ایتلاف او عملیاتو کې د ګډون سره نه بښونکې خطا کړې ده . یادې شوې هکرې ډلې د داعش پر خلاف په عملیاتو کې د ګډون کوونکو فرانسوي سرتیرو د خپلو او خپلوانو په اړه ټول معلومات خپاره کړي دي.
ویل کیږي یادې شوې ډلې ددینه وړانډې هم په یو زیات شمیر انټرنټي پاڼو سایبربریدونه کړي وو خو دا لومړی ځل دی چې په یو تلویزیون سایبر برید کوي.
د یاد شوي تلویزیوني کانال چارواکیو ویلي دي چې تلویزیون نورمال حالت ته د راګرځولو په خاطر اونیو ته اړتیا لرو.
د فرانسې حکومت ددې برید نه د سایبر ترهګریز برید په توګه یادونه کړې ده .
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د سهار په ساعتونو کې د نوموړي تلویزیوني کانال نه لیدنه وکړه او وویل چې کورني استخبارات به د مسلې اړوند څیړنې وکړي.
د ویلو ده چې ( TV5 MONDE) تلویزیوني کال په نړۍ کې د فرانسې د بهرني غږ په توګه پیژندل کیږي. دا کانال چې د نړۍ په هر ګوډ کې نندارچیان لري یوه اوونۍ د مخه يي په HD خپرونو پيل کړی وو.
دې تلویزیوني کال په ۱۹۸۴ کال کې د فرانسې د بهرنیو چارو د وزارت د اقداماتو او د ملي تلویزیونو په مرسته په خپرونو پيل وکړ.
د ویلو ده چې په سویس، بلجیم او کاناډا کې یو شمیر ملي کانالونه چې په فرانسوي ژبو خپرونې لري دې تلویزیوني کانال سره مرسته کوي.

ان ټي وي


پيوندونه:

اړوند خبرونه