امریکا اسراییلو ته یو بل ستر ګوزار ورکړ

امریکا د ایران سره د اټومي مذاکراتو او تفاهم په مسله کې د اسراییلو په ټولو غوښتنو او وړاندیزونو سترګې پټې کړې او سخت مخالفت يي ورسره وکړ.

225116
امریکا اسراییلو ته یو بل ستر ګوزار ورکړ

امریکا اسراییلو ته بل سخت ګوزار ورکړ.
امریکا د اسراییلو د لومړي وزیر نتنیاهو د هغه وړاندیز سره چې ویلي وو د ایران سره د اټومي پروګرام په تړون کې باید د ایران لخوا د اسراییلو حکومت موجودیت په رسمیت پیژندو ته ځای ورکړ شي سخت مخالفت وکړ.
د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو د ایران او پنځه + یو د ډلې ترمنځه د اټومي پروګرام په اړه د وروستي تفاهم نه وروسته ویلي وو چې پدې تړون کې باید په ایران د اسراییلو د حکومت موجودیت په رسمیت پیژندو مسلې ته ځای ورکړ شي.
اسراییلو ددینه د مخه ګواښ کړی وو چې د خپل وس او توانه پورې به د نوموړي تفاهم د مخنیوي هڅه وکړي.
امریکا بیا د نتنیاهو د وړاندیز سره مخالفت وکړ. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا حرف په ورځنۍ خبري غونډه کې د نتنیاهو د وړاندیز په اړه پوښتنې ځواب کړې.
حرف وویل چې د ایران سره د امریکا د مذاکراتو یواځنۍ موخه او هدف اټومي پروګرام دی . پدې مذاکراتو کې نورو مسلو ته ځای نشو ورکولی.
حرف زیاته کړه چې دا تفاهم او تړون یواځې د اټومي پروګرام په اړه دی او موږ ټول باید همدې یوې مسلې ته ډیر دقت وکړو. امریکا پدې تفاهم کې نورو مسلو ته ځای نشي ورکولی او نه يي ورکوي.
اټومي مسله پخپله تر ټولو ستونزمنده مسله ده . پدې تفاهم او تړون کې باید نورو مسلو ته ځای ورنکړی شي لکه څرنګه چې ندی ورکړ شوی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه