ملګري ملتونه: د داعش د ډلې سره ۲۵ زره تنه بهرنیان یو ځای شوي دي

د ملګروملتونو سازمان په خپور کړي وروستي راپور کې ویلي دي چې د نړۍ د څه باندې سلو هیوادونو نه څه باندې ۲۵ زره تنه د داعش سره یو ځای شوي دي

222971
ملګري ملتونه: د داعش د ډلې سره ۲۵ زره تنه بهرنیان یو ځای شوي دي

د ملګروملتونو سازمان په خپور کړي وروستي راپور کې ویلي دي چې د داعش سره د یو ځای شوو بهرنیانو شمیره د ۲۵ زرو تنو نه اوښتې ده .
د ملګروملتونو د امنیت شورا لخوا په القاعدې ترهګریز سازمان د لګول شوو بندیزونو د څار کمیټې د داعش سره د یو ځای شوو بهرنیانو په اړه یو راپور خپور کړی دی .
په راپور کې راغلي دي چې د داعش سره د بهرنیانو د یو ځای کیدو کچه د ۲۰۱۴ کال د نیمايي نه راپدیخوا ۷۱ سلنه لوړه شوې ده .
پدې راپور کې ویل شوي دي چې پدې وروستیو کې د څه باندې ۱۰۰ هیوادونو نه څه باندې ۲۵ زره تنه د داعش د ترهګریزې ډلې سره یو ځای شوي دي .
د راپور د مخې د نوموړو څه باندې ۲۵ زرو تنو نه ډیری یعنې څه باندې شل زره تنه په سوریه او عراق کې د داعش سره او پاتې نور بیا د النصرا او نورو سخت دریځو ډلو سره یو ځای شوي دي .
په راپور کې خبرداری ورکړ شوی چې د داعش د ماتې سره سم به دا په زرګونه تنه جنګیالي د نړۍ په ګوډ ګوډ کې به د ترهګریزو ډلو سره یو ځای شي .
پدې راپور کې راغلي دي چې ددې سربیره په افغانستان کې ۶۵۰۰ تنه بهرني جنګالي، په یمن ، لیبیا او پاکستان کې په سلګونو تنه، په سومالیا کې شاوخوا سل تنه ، د شمالي افریقا په صحرايي هیوادونو او فیلیپین کې هم یو زیات شمیر بهرني جنګیالي فعالیت کوي.
په راپور کې راغلي دي چې سوریې او عراق ته تر ټولو ډیر د تونس، مراکش، فرانسې او روسیې نه بهرني جنګالي تللي دي. همداشان پدې وروستیو کې د مالدیف، فلند، ترینیداد او تاباګو نه یو زیات شمیر جنګیالي د داعس سره د یو ځای کیدو هڅه کوي. د لومړي ځل لپاره د بعضې صحرايي افریقايي هیوادونه نه جنګیالي د داعش سره یو ځای شوي دي .
یادې شوې کمیټې په راپور کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې ټول هغه هیوادونه چې وګړي د داعش په څیر د ترهګریزو سازمانونو سره یو ځای شوي سیمې او نړۍ د امنیت په خاطر دا مسله باید په هر اړخیزه توګه د غور لاندې ونیسي. پدې اړه باید جدي ګامونه پورته کړي.
په راپور کې ددې مسلې سره د مبارزې تر ټولو غوره لاره د داعش سره د بهرنیانو د یو ځای کیدو مخنیوی دی.
یادې شوې کمیټې ویلي دي چې دم ګړۍ په نړۍوالو سیستمونو کې یواځې ۱۰ سلنو خلکو په اړه معلومات شتون لري . یو زیات شمیر بهرني جنګالي په جعلي تذکرو او اسنادو سفر کوي چې ددې مسلې د مخنیوي په خاطر باید د هیوادونو ترمنځه لا زیات د استخباراتو همکاري وشي.



پيوندونه:

اړوند خبرونه