له خپلواك فلسطينه د روسيې ملاتړ

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د عربو سرمشريزې ته د يو رسمي ليك په ترڅ كې څرګنده كړه چې د داسې خپلواك فلسطين نه ملاتړ كوي چې پلازمېنه يې ختيځ بيت المقدس وي او خلك يې په آرامه ژوند وكړي.

286091

پوتين د عربي ټولنې د ۲۶تمې سرمشريزې ګډونوالو ته چې د مصر د شرم الشيخ په ښار كې جوړيږي د يو ليك په ترڅ كې د خپلواك فلسطين د رامنځته كولو په برخه كې د همكارۍ وړانديز كړى دى. پوتين په ليك كې د فلسطينيانو د خپلواكۍ نه دفاع كړې ده او ليكلي يې دي چې ``فلسطينيان حق لري چې د ختيځ بيت المقدس په ښار كې چې اوسمهال د اسراييلو تر يرغل لاندې دى خپله پلازمېنه جوړه كړي او د يو خپلواك دولت په چوكاټ كې په آرامۍ سره ژوند وكړي.``
پوتين زياته كړه چې مسكو به هڅه وكړي چې د دوه اړخيزو او څو اړخيزو مذاكراتو له په پايله كې عادله حل لاره رامنځته كړي. پوتين دا هم ويلي دي چې په عربي نړۍ كې ټولې ستونزې بايد د سوله ايزې لارې او د بهرنۍ مداخلې پرته آوارې شي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه