د نیویارک په زړه منهاټن کې چاودنه وشوه
د امریکا متحده ایالتونو په سوداګریز ښار نیویارک په زړه د منهاټن په سیمه کې په یوې ۵ پوړیزې ودانۍ کې چاودنه وشوه
283347
د امریکا د نیویارک ښار په زړه په منهاټن کې په یوې پنځه پوړیزې ودانۍ کې زوروره چاودنه وشوه. د چاودنې نه وروسته ودانۍ د اور په لمبو کې راګیره شوه.
د ویلو ده چې چاودنه د منهاټن د دویمې جادې په اوم سړک کې په یوې ودانۍ کې رامنځته شوې ده . په یاده سیمه کې ډيری رستورانتونه شتون لري. د چاودنې لامل معلوم ندی.
د چاودنې په پایله کې د پنځه پوړیزې ودانۍ یوه لویه برخه ونړیده.
ویل کیږي په چاودنه کې ۱۴ تنه ټپیان شوي دي چې د ۴ تنو روغتیايي حالت يي باریکه دی.
د نیویارک پولیسو ویلي دي چې د چاودنې لامل ناڅرګند دی او څیړنې دوام لري.
پولیسو ویلي دي چې دا لا معلومه نده چې دا چاودنه کومه ترهګریز برید دی او که نه. د اور وژونکې ډلې او پولیسو څيړنې کوي. پولیسو ویلي دي کیدای شي چي دا چاودنه د ګاز د ستونزې له امله رامنځته شوي وي.