په نظامي ډګر كې د روسيې وېروونكې حمله

روسي چارواكي د يوې داسې ترانسپورټي الوتكې د جوړولو په پروژې كار كوي چې لسګونه ټانكونه او تر اتيا زيات په درندو وسلو سمبال نظامي نقليه وسايط له يو ځاى نه بل ځاى ته انتقال كړي.

281045
په نظامي ډګر كې د روسيې وېروونكې حمله

دا الوتكه چې PAK TA نوم لري د ټانكونو او نورو نظامي وسايطو د انتقال لپاره ډيزاين شوې ده. الوتكه په ساعت كې ۲۰۰۰ كيلومتره سرعت لري.


روسيه په پام كې لري چې ددې الوتكې سره به د جګړې په ډګر كې د درندو وسلو د چټك انتقال په برخه كې لاسبري ترلاسه كړي. د الوتكې د چت لوړوالى اوه متره او د سور يې څلور متره دى. الوتكه كولاى شي چې په يو ځل تر ۲۰۰ ټنه پورې بار انتقال كړي. همداراز كولاى شي چې د يوې الوتنې سره ۷۰۰۰ كيلومتره واټن ووهي.


د روسيې د دفاع د وزارت پوهان تمه لري چې تر ۲۰۲۴ ميلادي كاله پورې ددې الوتكې نه ۸۰ دانې توليد كړي.


په نظامي ډګر كې د روسيې د هېواد پانګه اچوونه په داسې حال كې چټكه شوې ده چې د اوكراين پر سر د لوديځ سره يې اړيكې خړې دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه