په سویډن کې په یو رستورانت د برید له امله ۲ تنه ووژل شول
دوو تنو وسله والو کسانو د سویډن د ګوتنبرګ په ښار کې په یو رستورانت برید وکړ چې له امله يي دوه تنه مړه او یو زیات شمیر نور ټپیان شوي دي .
د سویډن پولیسو ویلي دي چې دا برید ترهګریز برید ندی او پدې اړه کومې نښې او نښانې ندې موندل شوي.
د عینې شاهدانو په وینا تیره شپه د ماښام په ناوخته ساعتونو کې دوه تنه چې په کلاشینکوف ماشینګړو سمبال ول رستورانت ته د راننوتو سره سم په ناستو خلکو پرته د کوم ځانګړي هدف په ډزو پيل وکړ. د برید له کبله دوه تنه مړه او یو زیات شمیر نور ټپيان شول.
د سویډن پولیسو ویلي دي چې پدې پیښه کې لږ تر لږه ۸ تنه ټپیان شوي دي. د بله پلوه د سویډن د افتون بلادت ورځپاڼې بیا ویلي دي چې د ټپیانو نه د ځینو روغتیايي حالت باریکه دی او ددې احتمال شته چې د پیښې د قربانیانو شمیره لوړه شي.
د سویډن پولیسو ویلي دي چې دا برید کوم ترهګریز برید ندی . په لوی ګمان سره چې برید په سیمه کې د مافیايي ډلو لخوا شوی وي.
مافیايي ډلو ددینه وړاندې هم په سیمه کې دیته ورته بریدونه ترسره کړي دي.
دواړه برید کوونکي په تیښته بریالي شوي دي او پولیسو د نوموړو د نیولو په خاطر پراخه د پلټنې عملیات پيل کړي دي.