فیسبوک مشر: دیني ازادیو اړوند تر ټولو زیاتې پوښتنې ترکیې نه راځي

249873
فیسبوک مشر: دیني ازادیو اړوند تر ټولو زیاتې پوښتنې ترکیې نه راځي

د فیسبوک د ټولنیزې پاڼې بڼسټ ایښودونکي مارک زوکربرګ په بارسلونا کې د معلوماتو د نړۍ په کانګره کې چې په یوې لیسې جوړه شوې وه د زده کوونکو پوښتنې ځواب کړې.
روکربرګ وویل چې د دین او وینا د ازادیو په خاطر تر ټولو زیاتې پوښتنې د ترکیې او روسیې د هیوادونو نه ترلاسه کوو.
نوموړي زیاته کړه چې د فیسبوک په ټوګه په چټکه توګه د ترهګرۍ او تند لارۍ اړوند د پیغامونو د لرې کولو هڅه کوو خو هر سړی باید پدې ښه پوه شي چې فیسبوک د پولیسو په څیر کار نشي کولی او نه يی کوي. ددې کار او د خلکو د ټولو پیغامونو د کنټرولولو په خاطر موږ ډیر جدي او لوی پرسونل ته اړتیا لرو.
نوموړي د زده کوونکو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې فیسبوک ثابته او په یو حال پاڼه نده، فیسبوک پدې څو کلونو کې ډیر زیات بدلون موندلی دی . پخوا د دولتونو په اند بدلون او د تازه تازه معلوماتو زیاتیدو مسلې شتون نه درلود. خو زه پدي پوره باور لرم چې بدلون ته به دوام ورکړم .
زه د نړۍ ترمنځه د ارتباطاتو د ټینګولو سخت پلوي یم. که چیرې په پخوانیو وختونو کې فیسبوک موجود وای ما به د هر چا سره اړیکي ټینګولی .
مارک زوکربرګ ددې خبرې په تینګار وویل چې په راتلونکې کې به په انټرنټ کې د رقابتونو کچه لا پسې لوړه شي خو ټکنالوژۍ باید د لا او لا زیاتو ډاټا په کار کولو بلده شي.
نوموړي زیاته کړه د بیلګې په توګه زه د جغرافیوي سیستم ډیر شوقي یم او فکر کوم چې بعضې شیان ددې سیستم پرته ناممکنه دي.
د بیلګې په توګه هر سړی غواړي چې په فیسبوک کې پدې پوه شي ملګری خبرې یا چټ ورسره کوي چیرته موقعیت لري.
مارک زوکربرګ وویل چې موږ تر ټولو ډیرې پوښتنې د ترکیې نه ترلاسه کوو.
د دین او وینا ازادۍ اړوند تر ټولو زیاتې پوښتنې د ترکیې او روسیې نه ترلاسه کوو.
نوموړي وویل موږ غواړو چې ډیری خلکو پوښتنې ځواب کړو. نوموړي زیاته کړه چې د وینا د ازادۍ پر وړانډې ډیر زیات خنډونه شتون لري چې ددې خنډونو ډیری په ټکنالوژۍ کې د موجودو ستونزو او خنډونو له امله رامنځته شوي دي . د بیلګې په توګه که چیرې انټرنټ ونه لرې ډیر زیات فرصتونه د لاسه ورکوې.
همداشان د فیسبوک نه زموږ اصلي موخه په نړۍ کې د خپل وس او توانه پورې تر ټولو زیاتو خلکو ته د خپل فکر او بیان ازادي په برخه کې فرصت وړاندې کول دي.
خو هر سړی باید د فکر او وینا په ازادۍ کې د خپلو خپلو هیوادونو قوانین په نظر کې ونیسي او د قوانینو د چوکاټ نه خپه بهر نکړي. که چیرې په کوم هیواد کې څواک د قوانینو نه تیری وکړي په هغه هیواد کې د فیسبوک پاڼه تړل کیږي.
د فیسبوک عمومي مشر مارک زوکربرګ وویل که چیرې قوانین هم موږ جوړولی بیا به هر شي بل ډول وای . خو ښې دی چې دا کار زموږ په غاړه ندی ، هر هیواد خپل قوانین لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه