داعش د جلاد هویت د افشا کیدو نه وروسته د ماشومتوب انځورخپور شو

240672
داعش د جلاد هویت د افشا کیدو نه وروسته د ماشومتوب انځورخپور شو

د داعش د ډلې د نامتو جلاد جان جهادي د هویت د افشا کیدو نه وروسته د نوموړي د ښوونځي د دورې انځورونه خپاره شول.
د یادولو وړ ده چې واشنګټن پوست او بي بي سي د داعش د ډلې د جلاد په جان جهادي مشهور محمد اموازي اصلي هویت افشا کړ.
همداشان نن بیا د انګلستان د ډیلي میل ورځپاڼې د محمد اموازي د ماشومتوب انځور خپور کړ.
د داعش د ډلې نامتو جلاد مشهور په جان جهادي چې اصلي نوم يي محمد اموازي دی د انګلستان د پلازمینې لندن د سویل اوسیدونکی دی . جان جهادي په خټه د کویټ دی د انګلستان تابعیت لري.
د داعش د جلاد محمد اموازي د هویت د تثبیتیدو نه وروسته د لندن پولیسو د ښار په لودیځ کې هغه ادارس چې د داعش سره د یو ځای کیدو نه مخکې پکې ژوند کولو پلټنۍ وکړې.


د انګلستان د ډیلي میل ورځپاڼې د محمد اموازي د ماشومتوب انځور خپور کړ.


پدې عکس کې محمد اموازي د ۶ کلونو او د همټولګیانو سره يي په ګډه اخیستی دی.
ویل کیږي محمد اموازي چې د پروتیستان د کلیسې اړوند په یو ښوونځي کې زده کړې کړي دي په ټولګي کې یواځنۍ مسلمان زده کوونکی وو.
د محمد اموازي ګاونډیان وايي چې نوموړی یو ډیر باادب او تر وروستۍ درجې رسیدلی ، باتربیه او بااحترامه وو.
محمد اموازي چې د یوې شتمنۍ کورنۍ زوی دی د لندن د ویست منستر د پوهنتون نه د کمپیوټر ساینس د فاکولتې نه فارغ شوی دی .
۲۷ کلن محمد اموازي په ۲۰۰۶ کال کې سومالیا ته تللی وو او د الشباب د ډلې سره يي ارتباطات جوړ کړي وو. د یادولو وړ ده چې ددې نیټې نه وروسته محمد اموازي د شکمن کس په توګه د تعقیب لاندې نیول شوی وو. د انګلستان د استخباراتو ادارې ۱۲ ځله د نوموړي سره اړیکې نیولي دي . په بعضو ادعاګانو کې راغلي دي چې د انګلتسان استخباراتو نوموړي ته د جاسوسۍ وړاندیز هم کړی وو.
محمد اموازي په ۲۰۰۹ کال کې د خپلو ملګرو سره یو ځای تانزانیا ته سفر وکړ چې دا سفر د هغه د ژوند کې یو ډیر مهم سفر وو.
محمد اموازي هلته د پولیسو لخوا ونیول شو او د هیواد د پولو نه وویستل شو.
محمد اموازي چې په ۲۰۱۰ کال کې کویټ ته د تلو هڅه کوله د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د پولیسو لخوا ونیول شو. د محمد اموازي په سفر کولو د بندیز د لګیدو سره سره نوموړی په ۲۰۱۲ کال کې سوریې ته په سفر قادر شو او د داعش د ډلې سره یو ځای شو.
د داعش نامتو جلا محمد اموازي د لومړي ځل لپاره د تیر کال د اګست په میاشت کې د امریکايي خبریال جیمز فولي د وژلو اړوند په ویدیو کې څرګند شو.
همداشان نوموړی وروسته د امریکايي بل خبریال ستیفن سوتلوف، انګلیس مرستندوی دوید هینس، انګلس ټکسي چلوونکي الن او امریکايي مرستندوی عبدالرحمان د وژلو په ویدیو ګانو کې ښکاره شو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه