د انګلستان دوه عسکري الوتکې چې داعش ته وسلې انتقالولې وویشتل شوې
![د انګلستان دوه عسکري الوتکې چې داعش ته وسلې انتقالولې وویشتل شوې](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/10-11/Files/UploadedImages/1687593983250220151111525249250.jpg?time=1719045566)
د عراق د ولسي جرګې د ملي امنیت او دفاعي کمیټې ریس حاکم الزمیلي ادعا کړې چې عراق امنیتي ځواکونو د انګلستان دوه الوتکې چې داعش ته يي وسلې انتقالولې ویشتلي دي .
حاکم الزمیلي ادعا چې د ایران او امریکا په مطبوعاتو کې د پام وړ انعکاس موندلی دی له قوله ویل شوي دي چې د انګلستان دوه عسکري الوتکې چې داعش ته يي وسلې انتقالولې عراقي ځواکونو لخوا د الانبار ولایت په مربوطاتو کې ویشتل شوي دي دي.
نوموړي ویلي دي چې د انګلستان د ویشتل شوو الوتکو عسکونه د ولسي جرګې د امنیت او دفاعي کمیټې لاسته ورغلي دي .
د عراق ولسي جرګې پدې مسله کې د لندن نه د معلوماتو غوښتنه کړې ده .
نوموړي خبري رسنیو ته ویلي دي چې د الانبار د امنیتي ځواکونو او خلکو لخوا د سیمې د امنیت په اړه وخت په وخت دوی ته خبر ورکول کیږي .
همداشان نوموړي د سیمې د خلکو د معلوماتو له مخې لیکلي دي چې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو الوتکو د داعش تر کنټرول لاندې په سیمو کې وسلې غورځولي دي.
نوموړي ویلي دي چې امریکا غواړي چې د کربلا او بغداد ښارونه چې د الانبار سره نږدې پراته دي په جهنم بدل کړي .
نوموړې ادعا کړې ده چې امریکا په مشرۍ ایتلاف په سیمه کې د داعش د بقا په خاطر د هغوې سره د جګړې په بهانه د وسلو مرستې کوي.
همداشان امریکايي مطبوعاتو د یو تن بل عراقي چارواکي له قوله لیکلي دي چې د عراق اردو د داعش تر کنټرول لاندې د سیمو د نیولو سره په سیمه کې د امریکا،اروپا او اسراییلو ساخت وسلې او مهمات موندلي دي .
اړوند خبرونه
![د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/b6c4/67e4/c1e5/66615bc834834.jpg?time=1719045566)
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.