په لیبیا کې ۳ ځانمرګیو بریدونو په لسګونو تنه ووژل
د لیبیا د بن غازي په ښار کې په ۳ جلا جلا ځانمرګیو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه او په لسګونو تنه نور ټپیان شول.
د لیبیا د بن غازي په ښار کې په ۳ جلا جلا ځانمرګیو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه او په لسګونو تنه نور ټپیان شول.
د لیبیا لوی درستیزوالۍ ویاند احمد المیسماري خبري رسنیو ته ویلي دي چې لومړنی برید د ولسي جرګې د ریس عقیله صالح په کور شوی دی .
ویاند ددې په اړه چې د ولسي جرګې ریس د برید پر مهال په کور کې وو او که نه د معلوماتو ورکولو نه ډډه وکړه او وویل چې دویمه چاودنه د القوبه د امنیت په امریت او دریمه د تیلو په یو پم کې وشوه .
نوموړي وویل چې په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي دي چې د مړو د شمیرې د لوړیدو ویره شتون لري.
په لیبیا کې د ۲۰۱۱ کال د فبروري په ۱۷ نیټه د قذافي د رژیم د رنګیدو سره سم سیاسي ثبات له منځه تللی دی . د نوموړي هیواد په هره سیمه کې جلا جلا واکمني شتون لري.
په لیبیا کې دوه ولسي جرګې فعالیت کوي چې یو يی به ترابلس او بل يي په توبروک دی.
اړوند خبرونه
![د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/b6c4/67e4/c1e5/66615bc834834.jpg?time=1719002730)
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.