د شارلي هیبدو مجلې مشر په پاپ فرانسیس سختې نیوکې وکړې

د شارلي هیبدو د مجلې د خپرونو عمومي مشر د کاتولیکې نړۍ په دیني مشر پاپ فرانسیس سختې نیوکې وکړې.

215582
د شارلي هیبدو مجلې مشر په پاپ فرانسیس سختې نیوکې وکړې

د شارلي هیبدو د مجلې د خپرونو عمومي مشر د کاتولیکې نړۍ په دیني مشر پاپ فرانسیس سختې نیوکې وکړې.
د شارلي هیبدو د مجلې د خپرونو عمومي مشر ‌ژیرار بایرد د کاتولیکې نړۍ د دیني مشر پاپ هرانسیس پر خلاف سخت غبرګون څرګند کړ.
نوموړي د شارلي هیبدو لخوا د د اسلام د پیغمبر ص د کاریکاتور د خپرولو نه وروسته د مسلې اړوند د پاپ د هغه څرګندونو په اړه غبرګون وښود چې ویلي وو ً که چیرې څوک ماته د مور ښکنځل وکړي خامخا به خوله سوک خوري . ً
ژیرار بایرد د یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې په پاپ سخته نیوکه وکړه او وویل چې زموږ لپاره د چا شخصیت مهم ندی، موږ به په هر چا ملنډو وهلو ته دوام ورکړو.
بایرد زیاته کړه چې دا د پاپ لومړنۍ غیرې مسولانه څرګندونې ندي او وروستۍ به هم نوي.
د یادولو وړ ده چې د کاتولیکې نړۍ مشر پاپ فرانسیس د جنوري په ۷ نیټه په پاریس کې د شارلي هیبدو مجلې په دفتر د برید اړوند په څرګندونو کې ویلي وو چې د خدای په نامه جنایت کول په اصل کې د دین نه بې لارې کیدل دي. پاپ زیاته کړې وه لکه څرنګه چې د د خدای په نامه جنایت کول د دین نه بې لاري ده همداشان په دینونو او مقدساتو ملنډې وهل هم جایز خبره نده.
پاپ مثال ورکړی وو که چیرې څوک ماته د مور ښکنځل وکړي خامخا به په خوله سوک خوري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه