بلغاریا د ناقانونه کډوالو د مخنیوي په خاطر یو مهم ګام پورته کوي

208084
بلغاریا د ناقانونه کډوالو د مخنیوي په خاطر  یو مهم ګام پورته کوي

بلغاریا د ناقانونه کډوالو د مخنیوي په خاطر د ترکیې سره په پولو کې دیوار جوړوي.
د بلغاریا حکومت د ناقانونه کډوالو د مخنیوي په خاطر د لا زیاتو تدابیرو نیولو پریکړه وکړه. بلغاریا چې د ترکیې سره په ګډه پوله کې اغزن مزي درولي دي یو زیات شمیر ناقانونه کډوالو د اغزن مزي سره سره بلغاریا ته اوړي. د بلغاریا حکومت د لا جدي تدابیرو نیولو په خاطر د ترکیې سره په ګډه پوله کې د دیوار جوړولو پریکړه وکړه.
د بلغاریا چارواکیو ویلي دي چې ناقانونه کډوال د اغزن مزي تر لاندې تګ راتګ ته دوام ورکوي چې غواړو ددې تګ راتګ د مخنیوي په خاطر لا جدي تدابیر ونیول شي.
د بلغاریا حکومت په پام کې لري چې د ترکیې سره په ګډه پوله کې د ۸۵ کیلومترو په اوږدوالي سره دیوار جوړ کړي .
همداشان پدې دیوار به د شپې لخوا د لید په ظرفیت سمبال امنیتي کمرې هم ولګول شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه