شمالي كوريا يو ځل بيا د امريكا غصه را وپاروله

د شمالي كوريا ځوان مشر كيم جونګ – اون د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر باراك اوباما ته په خطاب كې وويل چې `` غپېدونكي لېوني سپي`` غواړي چې د هېواد رژيم نسكور كړي.

204960
شمالي كوريا يو ځل بيا د امريكا غصه را وپاروله

كيم جونګ- اون د امريكا د ولسمشر باراك اوباما هغو څرګندونو ته سخت ځواب وركړ چې څه موده وړاندې يې ويلي ول چې `` پيونګيانګ اداره به د بهرني فشار په پايله كې نسكوره شي.``
كيم د امريكايي ځواكونو د احتمالي بريد پر وړاندې د شمالي كوريا د ځواكونو په نظامي مانورونو كې ګواښ وكړ چې د هر ډول جګړه ايز ګواښ په پايله كې به اتومي وسله وكاروي. د شمالي كوريا ځوان ليډر د امريكا ولسمشر په ته په خطاب كې وويل چې `` شته داسې غېپدونكي لېوني سپي چې غواړي زموږ د هېواد رژيم نسكور كړي.``
اوباما د جنورۍ په ۲۲تمه نېټه په يو ټلويزيوني پروګرام كې د وينا پرمهال څرګنده كړې وه چې `` شمالي كوريا ته انټرنېټ لار موندلې ده. ددې هېواد رژيم به د بهرني فشار په پايله كې نسكور شي.
د امريكا د متحدو ايالتونو او شمالي كوريا اړيكې كه څه هم له پخوا راهيسې ترينګلې وې خو وروسته له هغې چې د سوني د كمپنۍ لخوا د جوړ شوي هغه فلم چې پكې كيم جونګ- اون ته د سپكاوي ادعا شوې وه د شمالي كوريا لخوا د ګواښونو له امله نندارې ته وړاندې نه شو، د دواړو هېوادونو اړيكې نورې هم خرابې شوې. امريكايي چارواكو ويلي ول چې په مناسب وخت كې به شمالي كوريا ته ددې اقدام سزا وركړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه