جان کیري د خپل کور د مخې د واورو نه پاکولو له امله نقدي جریمه شو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د خپل کور د مخې د واورو د نه پاکولو له امله د ښاروالۍ لخوا ۵۰ ډالره جریمه شو.

202962
جان کیري د خپل کور د مخې د واورو نه پاکولو له امله نقدي جریمه شو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د خپل کور د مخې د واورو د نه پاکولو له امله د ښاروالۍ لخوا ۵۰ ډالره جریمه شو.
په امریکا کې د سختو واورو او سړې هوا له امله د ډیری ښارونو ښاروالیو خلکو ویلي دي چې د خپلو کورونو او دوکانونو د مخو د واورو د نه پاکولو په صورت کې به نقدي جریمه کړي .
د همدې امله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري چې د خپل کور د مخې واوره يي نوه پاکه کړې ۵۰ امریکايي ډالره جریمه شو.
د جان کیري ویاند ګلن جانسن ویلي دي چې ښاغلي کیري به هر څه ژر جریمه ورکړي. همداشان د جریمې نه وروسته د ښاغلي کیري د کور د مخې واورې پاکې شوي دي.
په امریکا کې په ځانګړې توګه په ژمي کې هر سړی مجبور دی چې د خپل کور او دوکانونو د مخې واورې پخپله پاکې کړي. که چیرې د چا د کور په مخکې څوک د واورو له امله وغورځید او زیان ورواوښت د کور خاوند پر خلاف اقامه د دعوا کولی شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه