اروپا پارلمان وکیلانو د اسراییلو سره د شراکت د ځنډولو غوښتنه وکړه

د اروپا په پارلمان کې د مختلفو سیاسي ګوندونو نه ۶۳ تنو وکیلانو د اروپا د بهرنیو چارو عالي استازې ته یو ګډ لیک استولی دی .

199369
اروپا پارلمان وکیلانو د اسراییلو سره د شراکت د ځنډولو غوښتنه وکړه

د اروپا د پارلمان وکیلان په غزه کې په قصدي ډول په بې ګناه او ملکي وګړو د بریدونو د ترسره کولو په خاطر د اسراییلو سره د ګډ شراکت د تړون د ځنډولو غوښتنه کړې ده .
د اروپا د پارلمان وکیلان ټینګار کوي چې په اروپا کې د بشري حقونو او ازادیو د قوي کولو او په نړۍ کې د خپل پرستیژ په خاطر اړ دی چې دا ګام پورته کړي.
د اروپا په پارلمان کې د مختلفو سیاسي ګوندونو نه ۶۳ تنو وکیلانو د اروپا د بهرنیو چارو عالي استازې ته یو ګډ لیک استولی دی .
په لیک کې د بښنې د نړۍوال سازمان په ګډون د یو زیات شمیر نړۍوالو سازمانونو راپورونو نه په یادونې سره ویل شوي دي چې اسراییلو په غزه کې په قصدي ډول په ملکي او بې ګناه خلکو بریدونه کړي او خلک يي په قصدي ډول په قتل رسولي دي . دا ډول د نړۍوالو حقوقو نه تیری باید په هیڅډول ونه بښل شي.
په لیک کې راغلي دي ، پداسې حال کې چې د اروپا پارلمان په فلسطیني خاور کې په غیرې قانوني توګه د ساختمانونو د جوړولو سره سخت مخالفت کړی دی خو بیا هم اسراییلو حکومت اشغال او په ناقانونه ډول د ساختمانونو جوړولو ته دوام ورکوي.
د یادولو وړ ده چې اروپا په ۲۰۰۰ کال کې د اسراییلو سره د ګډ شراکت تړون لاسلیک کړ چې له مخې د اروپا سره په منظم ډول سره ډیالوګ ، ازادې سرمایې ګرځیدل او په یو زیات شمیر برخو کې ګډ کار کول دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه