د لیبیا په مرکزي بانک برید وشو

196188
د لیبیا په مرکزي بانک برید وشو

په لیبیا کې د متقاعد جنرال خلیفه حفتر ځواکونو د مرکزي بانک د یوې لویې څانګې د نیولو سره دوه میلیارده ډالره تالان کړل .
په لیبیا کې د متقاعد جنرال خلیفه حفتر ځواکونو چې ددینه وړاندې د کودتا هڅه کړې وه په بن غازي ښار کې د مرکزي بانک تر ټولو لویه څانګه ونیوله . ویل کیږي د لیبیا د مرکزي بانک پدې څانګه کې دوه میلیاردو ډالرو شتون درلود چې د خلیفه حفتر د ځواکونو لخوا نیول شوي دي .
د هیواد د بهرنیو چارو وزارت په لیبیا کې په ټولو خواوو د روغې جوړې غږ کړی دی .
د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرباڼه کې په بن غازي کې د لیبیا د مرکزي بانک په څانګې برید غندل شوی دی .
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د لیبیا د مرکزي بانک په څانګې برید غندو او په هیواد کې ټولې خواوې باید د ملي شتمنیو په ساتنه کې خپل مسولیت ادا کړي. په هیواد کې ټولې خواوې باید د ملي شتمنیو ساتنه وکړي. په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې ټولې خواوې باید د جنوري په ۱۴ نیټه په جینیوا کې پيل شوی د سولې او روغې جوړې د بهیر او سیاسي ډیالوګ نه ملاتړ وکړي او دې بهیر دوام ته لار اواره کړي.
د لیبیا د بن غازي په ښار کې د خلیفه حفتر ځواکونو د یوې اوږدې مودې جګړې نه وروسته د مرکزي بانک څانګه ونیوله. حفتر ځواکونو په مرکزي بانک کې شاوخوا دوه میلیارده ډالره او یو زیات شمیر سره زر نیولي دي .
د ویلو د چې په لیبیا کې په جګړه کې ښکیلو ډلو نه تر اوسه پورې هیچا هم په مرکزي بانک برید نه وو کړی چې دا لومړی ځل دی برید کیږي. په لیبیا کې متقاعد جنرال خلیفه حفتر د تیر کال د مې په میاشت کې یوه ناکامه کودتا ترسره کړه چې د مرکزي حکومت د ځواکونو لخوا مخه ونیول شوه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه