په پاریس کې د ولسمشر د ماڼۍ په پولیسو برید وشو

په پاریس کې یو تن د ولسمشرۍ د ماڼۍ تر څنګ په قصدي ډول پولیس په موټر ووهل. په پیښه کې یوه ښځینه پولیسه سخته ټپۍ شوې ده .

186265
په پاریس کې د ولسمشر د ماڼۍ په پولیسو برید وشو

په پاریس کې د شارلي هیبدو مجلې په دفتر د برید نه پوره یوه اوونۍ وروسته او د یادې شوې مجلې لخوا د پیغمبر ص د بل کاریکاتور د خپرولو په ورځ یو ځل بیا د ولسمشرۍ د ماڼۍ ترڅنګ په پولیس برید وشو.
په پاریس کې یو تن د ولسمشرۍ د ماڼۍ تر څنګ په قصدي ډول پولیس په موټر ووهل. په پیښه کې یوه ښځینه پولیسه سخته ټپۍ شوې ده .
د سیمې نه په ترلاسه شوو معلوماتو کې ویل شوي دي چې یو تن د خپل موټر سره په ممنوع جاده کې په قصدي ډول په پولیسو برید وکړ.
د پیښې په تړاو دوه تنه د پولیسو لخوا نیول شوي دي .
دا چې پیښه به د شارلی هیبدو مجلې په دفتر د برید سره چې له امله يي ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو تړاو لري او که نه څیړنې پيل شوي دي .
د یادولو وړ ده چې د شارلي هیبدو مجلې تیره ورځ یو ځل بیا د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم یو بل کاریکاتور خپور کې چې په نړۍ کې سخت غبرګونونه پارولي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه