یو شمیر حلقې غواړي چې اسلام ته د ترهګرۍ سره تړاو ورکړي

په استانبول کې د فرانسې جنرال قونسلې په فرانسه کې په دینونو او حکومتونو ملنډې وهل د هر چا حق وباله

185209
یو شمیر حلقې غواړي چې اسلام ته د ترهګرۍ سره تړاو ورکړي

په استانبول کې د فرانسې جنرال قونسلې په فرانسه کې په دینونو او حکومتونو ملنډې وهل د هر چا حق دی.
په استانبول کې د فرانسې جنرال قونسلې په پاریس کې د شارلي هیبدو مجلې په دفتر د برید په اړه وویل چې ً پام کوۍ چې د اسلام فوبیا په دام کې راګیر نشۍ. نوموړې وویل چې په فرانسه کې په دینونو او حکومتونو نیوکې او یا د طنز په ډول سره ملنډې وهل د هر چا حق دی .
د فرانسې جنرال قونسلې د پاریس د برید په اړه د اناتولیا د خبري اژانس پوښتنې ځواب کړې.
نوموړې دا منله چې په فرانسه کې د اسلام د دین پر خلاف بعضې حرکتونه شتون لري خو د هر ډول فاشستي ، افراطي او توکم پالنې د مخنیوي په خاطر بعضې حقوقي ګامونه پورته شوي. پدې برخه کې ځینې تدابیر نیول شوي دي.
نوموړې وویل موږ نه غواړو چې په ځانګړې توګه د اسلام فوبیا په دام کې راګیر شو.
یو شمیر حلقې شتون لري چې په موږ د اسلام دین د ترهګرۍ سره تړاو ورکول تحمیل کړي. موږ باید ددې حلقو په دامونو کې راګیر نشو او هر څه ژر باید ددې دامونو مخه ونیسو.
د فرانسې مقامات دې مسلې ته ډیره جدي پاملرنه کوي. نوموړي وویل چې فرانسه کې د وینا ازادۍ ته درناوی کیږي او د وینا ازادي د هر چا حق دی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه