د مورډاک پر وړاندې غبرګونونه

د ترکیې د ترانسپورټ، بحري چارو او مخابراتو وزیر لطفي الوان هم د روپرټ مورډاک په څرګندونو باندې نیوکه وکړه.

181456
د مورډاک پر وړاندې غبرګونونه

د مورډاک پر وړاندې غبرګونونه
الوان د مورډاک د څرګندونو په اړه وویل چې ‍‍‍ٔ‍‍(د ټویټر له لارې ورته څرګندونې یواځې د رواني تکلیف لرونکی انسان کولای شي. دا ذهنیت په فرانسه کې د برید کوونکو د ذهنیت هومره خطرناک دی. د اسلام دین د سولې او ورورلۍ دین دی. دا څرګندونې غندم. زه فکر کوم چې دا شخص باید د ټولې اسلامي نړۍ نه بښنه وغواړي.)
راپرت مورډاک څه ویلي وو؟
مورډاك د ټولنيزې مېډيا ټويټر له لارې په يو پيغام كې وليكل چې `` دا سمه ده چې د مسلمانانو ډېرى برخه د سوله ايز ژوند غوښتونكي دي خو تر هغه پورې چې د خپل مېنځه د پراختيا په حال كې د ``جهاديزم`` سرطاني دانه له منځه يو نسي بايد د ترهګرۍ په تور پړ وبلل شي.``
د راپرټ مورډاك دې څرګندونې د زرګونو كسانو غصه را وپاروله.
ددې سره سره مورډاك پخپل دويم پيغام كې وليكل چې `` د ``جهاديزم`` خطر د فليپين نه نيولې تر افريقا پورې او د اروپا نه نيولې تر امريكا پورې په ټوله نړۍ كې د پراختيا په حال كې دى. د سياسي لحاظه ددې انكار دومخي ده.``
ځينو كسانو د مورډاك په ځواب كې وليكل چې `` د څو انسانانو د كړنو په امله د يو ميليارد مسلمانانو نه نفرت كول بي عقلي ده


پيوندونه:

اړوند خبرونه