امریکا په اروپا کې د ۱۵ عسکري هډو د تړولو پریکړه وکړه

د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون په اروپا کې د ۱۵ عسکري هډې تړولو او هډې کوربه هیواد ته د سپارولو پریکړه وکړه.

178418
امریکا په اروپا کې د ۱۵ عسکري هډو د تړولو پریکړه وکړه

 د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون په اروپا کې د ۱۵ عسکري هډې تړولو او هډې کوربه هیواد ته د سپارولو پریکړه وکړه. پنټاګون پدې هډو کې عملیات پایته رسولي دي او په پام کې ده کې په نږدې راتلونکې کې کوربه هیوادونو ته وسپارل شي.
د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي په اروپا کې د خپلو ۱۵ عسکري هډو چې درې یواځې په انګلستان کې دي د عملیاتي فعالیتونو د درولو ، د هډو د تړولو او کوربه هیوادونو ته د سپارولو پریکړه شوې ده . د نوموړو هډو د تړولو سره به د کال ۵۰۰ میلیونه ډالره تصرف وشي.
د ویلو ده چې امریکا ویلي دي چې په انګلستان، جرمني، بلجیم، هالنډ او ایټالیا کې به خپلې عسکري هډې وتړي.
امریکا ددې بهیر په چوکاټ کې په انګلستان کې د راف لاکن هیټ په نامه نظامي هډه په اروپا کې د F35 جنګي الوتکو د ګډې تعرضي دایمي هډې په توګه ټاکلې ده. امریکا ویلي دي چې په یاده شوې هډه کې به د F15 جنګې الوتکو ځای F35 ډوله جنګي الوتکي ونیسي او د F35 ډله الوتکو لومړنۍ چوپه به په ۲۰۱۲۰ کال کې انګلستان ته واستول شي.
امریکا ویلي دي چې دا بهیر به په راتلونکو څو کلونو کې پایته ورسیږي. د ویلو ده چې امریکا به په انګلستان کې د خپلو ملکي او نظامي پرسونل شمیره ۲ زره تنه راټیټه کړي.
امریکا په اروپا کې ۶۷ زره تنه سرتیري لري چې ډیری په جرمني،ایټالیا او انګلستان کې میشت دي . امریکا په نظامي بودیجه کې د بعضو کسرونو له امله په اروپا کې په خپل نظامي شتوالي بیا کتنه کوي او پدې چوکاټ کې به په اروپا کې خپل نظامي شتوالي تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټ کړي.
د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل ویلي دي چې دا اقدام کیدای شي چې په هیواد کې د استخدام په مسله کې بعضې ستونزې رامنځته کړي خو دا یو اړین ګام دی. په اروپا کې د امریکايي ځواکونو د قابلیت د لوړولو او د ناټو غړیو متفقو هیوادونو سره د لازمي مرستې د ترکولو په خاطر مجبور یو چې په اروپا کې د خپلو سرتیرو شمیره او مصارافات راټیټ کړو.
نوموړي ویلي دي چې ددې اقدام سره به په اروپا کې زموږ طاقت یو اندازه کم شي خو امریکا او ناټو به په نړۍ کې د رامنځته کیدونکي هرې ستونزې ته په خپل وخت د ځواب ورکولو په خاطر موږ ته امکان راکړي. دا چې امریکا به په ترکیه کې هم خپلې هډه وتړي او که نه پدې اړه څه ندي ویل شوي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه