د شارلي هیبدو د مجلې په دفتر برید کوونکي محاصره شوي دي

په پاریس کې د شارلي هیبدو د مجلې په دفتر برید کوونکي د پاریس په شمال کې یوې ودانۍ ته ننوتي او یوه ښځه يي برمته کړې ده.

178686
د شارلي هیبدو د مجلې په دفتر برید کوونکي محاصره شوي دي

په پاریس کې د شارلي هیبدو د مجلې په دفتر برید کوونکي د پاریس په شمال کې یوې ودانۍ ته ننوتي او یوه ښځه يي برمته کړې ده.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د نوموړو دوو تنو برید کوونکو د نیولو په خاطر پراخه عملیات پيل شوي دي چې برید کوونکي د پاریس په شمال کې د پولیسو سره د نښتې نه وروسته یوې مودانۍ ته ننوتي او یوه ښځه يی برمته کړې ده. د بله پلوه  برید کوونکو  ویلي دي چې په هیڅ ډول به تسلیم نشي او د شهادت  په تمه دي. غواړي چې د شهادت  لوړه مرتبه خپله کړي. 
د برید کوونکو او پولیسو ترمنځه په نښته کې یو تن مړ او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د پولیسو او برید کوونکو ترمنځه نښته او د برید کوونکو تعقیب د نړۍ د تلویزیونونو لخوا په ژوندۍ بڼه خپریږي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې د برید کوونکو نیول یوه عامه مسله ده او د پولیسو لخوا محاصره شوي دي.
پدې عملیاتو کې چورلکو هم ګډون کړی دی. برید کوونکي د هوا له لارې د چورلکو او د مځکې نه د پولیسو لخوا محاصره شوي دي.
د فرانسې لومړي وزیر بیا خبري رسنیو ته ویلي دي چې دوی د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي د دین پر خلاف نه .
د بله پلوه د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاندا په خپله وینا کې په هیواد کې په ملي یووالي او اتحاد ټینګار کړی دی . نوموړي د فرانسې په خلکو غږ وکړ چې په مظاهرو کوم بندیز نشته دی خو د پارونکو اعمالو نه باید ډډه وکړي.
اولاندا وویل چې د لومړي وزیر او کورنیو چارو د وزیر سره په ګډه د اروپايي ټولنې د نورو غړیو هیوادونو د مشرانو سره د ارتباط په حال کې یو.
د یادولو وړ په لوی احتمال سره چې د فبروري په ۱۲ مه د اروپا د مشرانو په سرمشریزه کې به د ترهګرۍ پر وړاندې د نوو تدابیرو په مسلې غور وشي.
د بله پلوه امریکا ویلي دي چې د شارلي هیبدو په مجلې د برید کوونکو نه يي ۳۴ کلن سید کواشي په ۲۰۱۱ کال کې یمن ته تللی وو او هلته د القاعدې لخوا روزل شوی دی.
د فرانسې مطبوعاتو ویلي دي چې برید کوونکي د امریکا لخوا د ترهګرۍ په لست کې شامل شوي وو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه