په فرانسه کې یو ځل بیا په پولیسو برید وشو

177114
په فرانسه کې یو ځل بیا په پولیسو برید وشو

په فرانسه کې نن سهار یو ځل بیا په پولیسو برید وشو چې له امله يي د دوو تنو پولیسو په ګډون درې تنه ټپیان شول.
د انډیپینډینت ورځپاڼې د خبر له مخې نن سهار د پاریس په سویل کې وسله والو کسانو په پولیسو برید وکړ چې له امله يی درې تنه ټپیان شول.
دا برید په پاریس کې د شارلي هیبدو مجلې په دفتر د خونړیز برید نه یواځې ۲۴ ساعته وروسته رامنځته شوي دی .
پولیسو ویلي تر اوسه پورې دا لا څرګنده نده چې دا برید د شارلي هیبدو مجلې په دفتر د برید سره کوم تړاو لري او که نه.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې دوو تنو وسله والو په پولیسو د برید نه وروسته د تیښتې په حال کې ول چې موټر يي ټکر وکړ. د برید کوونکو نه یو تن نیول شوی او بل تن په تیښته بریالی شوی دی.

د پاریس په دویم برید کې  د ټپي شوو پولیسو نه  ښځینه پولیسې په روغتون کې ساه ورکړه. 
په برید کې یوه میرمن هم ټپي شوې ده . د بل تن برید کوونکي د نیولو په خاطر پراخه عملیات پیل شوي دي .
د یادولو وړ ده چې تیره ورځ د اروپا په وخت په ۱۱بجو او ۳۰ دقیقو درې تنو برید کوونکو په پاریس کې د شارلي هیبدو مجلې په دفتر چې د پيغمبر ص د کاریکاتور د خپرولو سره يي په نړۍ کې سخت غبرګونونه پارولي وو برید وکړ. په برید کې د دوو تنو پولیسو په ګډون ۱۲ تنه مړه او شاوخوا شل تنه نور ټپیان شول. په برید کې د مجلې د خپرونو عمومي مشر او ۴ تنو کاریکاتورستانو ژوند د لاسه ورکړ.



پيوندونه:

اړوند خبرونه