په بلغاریا کې په تاریخي جومات برید وشو

175802
په بلغاریا کې په تاریخي جومات برید وشو

د بلغاریا د فیلیبي په ښار کې په یو تاریخي جومات برید وشو.
د بلغاریا د فیلیبي په ښار کې د خداوندګار په نامه په تاریخي جومات یو ځل بیا برید وشو.
د یاد شوي ښار د امینیې قومندانۍ ویلي دي چې یو تن برید کوونکي د خداوندګار په جومات چې د خلکو ترمنځه د جمعې د جومات په نامه مشهور دی د برید نه وروسته ونیول شو.
په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي دي چې برید کوونکي په جومات د تیلو اچولو نه وروسته اور ورته کړی وو چې لنډه موده وروسته د جومات د ساتونکي لخوا اور مړ کړی شو.
ویل کیږي برید کوونکي د یو بل برید په موخه د تیلو د پمپ نه د تیلو د رانیولو پر مهال د پولیسو لخوا ونیول شو.
د یاد شوي ښار څارنوال خبري رسنیو ته ویلي دي چې برید کوونکی به په تاریخي جومات د برید او د تیلو د پټولو په تور محاکمه شي. ویل کیږي برید کوونکی په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ کلونو کې د مختلفو جرمونو له امله محاکمه شوی دی .
همداشان برید کوونکی په ۲۰۱۴ کال کې د جنسي تیري د برید په تور د محکمې لخوا په ۴ نیم کاله حپس محکوم شوی دی .
د خداوندګار په نامه جومات د ۱۴۲۱ او ۱۴۵۱ کلو ترمنځه د عثماني امپراتورۍ په دوران کې جوړ شوی دی . په یاد شوي جومات پدې وروستیو کلونو کې په کراتو مراتو بریدونه شوي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه