په نیویارک کې یو ځل بیا په پولیسو برید وشو

174357
په نیویارک کې یو ځل بیا په پولیسو برید وشو

په نیویارک کې یو ځل بیا په پولیسو برید وشو. د نیویارک پولیسو ویلي دي چې تیره شپه په ۱۰ بجو او ۳۰ دقیقو نامعلومو کسانو په دوو تنو پولیسو د دندې پر مهال برید وشو.
د پولیسو په وینا نامعلومو کسانو تیره شپه په لسو نیمو بجو د شپې د نیویارک د برونوکس په سیمه کې په ۱۸۴ سرک کې په پولیسو برید وکړ چې له امله يي دواړه ټپیان شول.
د یادولو وړ ده چې د یوې میاشتې په دننه کې دا دویم ځل دی چې په پولیسو برید کیږي. دوه اوونۍ وړاندې هم په نیویارک کې په پولیسو برید وشو چې له امله يي دوه تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
پولیسو ویلي دي چې د ټپي شوو پولیسو روغتیايي حالت ښه دی او له مرګه ژغورل شوي دي .
د یادولو وړ ده چې په نیویارک کې د دوو تنو پولیسو وژل کیدو مسلې په نوموړي هیواد کې د پولیسو سخت غبرګون پارولی وو. په زرګونو تنو پولیسو د امریکا د ګوډ ګوډ نه د وژل شوو پولیسو د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی وو. په تیر برید کې برید کوونکي د پولیسو د وژلو نه وروسته خپل ځان هم وواژه.
ویل کیږي برید کوونکي په هیواد کې د تورپوستو پر وړاندې د پولیسو د چلند د غندولو او غبرګون ښودلو په خاطر په پولیسو برید کړی وو او وروسته يي ځان وژلی وو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه