امریکا کې د الوتکې د غورځیدو له امله ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ

ټوله امریکا د ۷ کلنې ماشومې چې د غورځیدلې الوتکې نه ژوندۍ ژغورل شوې وه او وروسته يي ځان یو کلي ته رسولی وو نه بحث کوي.

169785
امریکا کې د الوتکې د غورځیدو له امله ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ

ټوله امریکا د ۷ کلنې ماشومې چې د غورځیدلې الوتکې نه ژوندۍ ژغورل شوې وه او وروسته يي ځان یو کلي ته رسولی وو نه بحث کوي.
د امریکا د کنیتکي په ایالت کې د یوې وړې الوتکې د غورځيدو له امله ۴ تنه مړه او یوه ۷ کلنه ماشومه ژوندۍ ژغورل شوې ده .
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې ۷ کلنه ماشومه د الوتکې د غورځیدو نه وروسته په خپلو امکاناتو د الوتکې نه وتلې او وروسته يي یو نږدې کلي ته ځان رسولی دی. ۷ کلنې ماشومې پولیسو ته د الوتکې د غورځیدو خبر ورکړی دی.
پولیسو د الوتکې په اړه پلټنې پيل کړې چې دوه ساعته وروسته يي الوتکه په یو ځنګل کې موندله. نوموړې ۷ کلنه ماشومه پدې پیښه کې ژوندۍ پاتې ده او سره ددې چې وجود يي ټپونه اخیستي وو بیا هم ځان نږدې کلي ته رسولی دی .
ټوله امریکا د نوموړې ۷ کلنې ماشومې د هوښیارۍ او جسارت په اړه بحث کوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه