امنیت شورا د خپلواکه  فلسطین دولت د جوړولو اړوند طزحه رد کړه

د ملګروملتونو د امنیت شورا د خپلواکه او ډیموکراتیک فلسطین دولت د جوړولو اړوند طرحه رد کړه.

166578
امنیت شورا د خپلواکه  فلسطین دولت د جوړولو اړوند طزحه رد کړه

د ملګروملتونو د امنیت شورا د خپلواکه او ډیموکراتیک فلسطین دولت د جوړولو اړوند طرحه رد کړه.
اردن د ملګروملتونو د امنیت شورا ته د خپلواکه او ډیموکراتیک فلسطین دولت د جوړولو اړوند یوه طرحه وړاندې کړې وه چې تیره شپه د امنیت لخوا رد شوه.
په طرحه کې راغلي وو چې د یو کال په دننه کې باید د فلسطین او اسراییلو ترمنځه د سولې تړون لاسلیک شي او اسراییل تر ۲۰۱۷ کاله د فلسطین د اشغال کړو سیمو نه په شا شي .
په طرحه کې راغلي وو چې د فلسطین او اسراییلو ترمنځه د سولې د تړون د لاسلیک نه وروسته د ختیځ بیت المقدس د پلازمینې په شرط خپلواکه فلسطیني دولت جوړ او د اسراییلو لخوا ټولې اشغال کړې سیمې فلسطین ته وسپارل شي.
همداشان په طرحه کې په غزې د لګیدلې محاصرې د لرې کولو غوښتنه هم شوې وه . په طرحه کې راغلي وو چې د غزې پر مخ تړل شوي ټولې سرحدي دروازې باید پرانیستل شي او غزې ته په نورماله توګه د انسانانو او موادو ننوتو ته اجازه ورکړل شي.
همداشان په طرحه کې د اسراییلو په زندانونو کې د زنداني فلسطینیانو د خوشې کولو غوښتنه هم شوې وه .
په طرحې تیره شپه د امینت په شورا کې رای اچونه وشوه چې د ۷ موافقو رایو پر وړاندې د ۵ بې طرفه او دوو مخالفو رایو سره رد شوه .
د یادولو وړ ده چې امریکا یاده شوې طرحه ویتو کړه.
د ملګروملتونو د امینت دې پریکړې د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو غبرګونونه پارولي دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امنیت شورا د پریکړې په غبرګون کې وویل چې نړۍ د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۵ هیوادونو نه عبارت نده. ولسمشر اردوغان ددې پریکړې نه د یوې تورې تاریخي لکې په توګه یادونه وکړه.
د یادولو وړ ده چې یوه څه موده وړاندې د فلسطین ولسمشر محمود عباس ګواښ کړی وو که چیرې دا طرحه ونه منل شي د اسراییلو سره به هر ډول اړیکې وشلوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه