د مالیزیا مساپروړونکې الوتکه د ۱۶۲ تنو مساپرو سره لا درکه شوې

د مالیزیا د هوايي کرښو ایر اسیا اړوند ایربس ۳۲۰-۲۰۰ ډوله مساپروړونکې الوتکه د ۱۶۲ تنو مساپرو سره لا درکه شوې ده .

162988
د مالیزیا مساپروړونکې الوتکه د ۱۶۲ تنو مساپرو سره لا درکه شوې

د مالیزیا د هوايي کرښو ایر اسیا اړوند ایربس ۳۲۰-۲۰۰ ډوله مساپروړونکې الوتکه د ۱۶۲ تنو مساپرو سره لا درکه شوې ده .
ویل کیږي الوتکه د اندونیزیا نه د سینګاپور په لورې روانه وه چې په لاره کې د رادار او هوايي ډګر سره اړیکه وشلیده.
د الوتکې د اړیکې د پرې کیدو نه سمدلاسه وروسته د ژغورنې چارې پيل شوې خو تر اوسه پورې د الوتکې نه کومه نښه او نښانه نده موندل شوې.
د اندونیزیا د ټرانسپورت د وزارت د معلوماتو له مخې د الوتکې سره اړیکه د جاوا د سمندر د پاسه پرې شوې ده. ویل کیږي د پلټنې چارې د جاوا په سمندر کې چیرته چې د الوتکې سره اړیکه شلیدلې ده دوام لري.
د بله پلوه ویل کیږي د الوتکې سره د اړیکې د پرې کیدو څو شیبې وړاندې پیلوټ په بیرنۍ ټولګه د خپل خط سیر د بدلولو غوښتنه کړې وه .
په ترلاسه شوو معلوماتو کې ویل شوي دي چې پیلوټ د هوا د خرابوالي ، توپان او تندر له امله لا په لوړه د الوتنې غوښتنه کړې وه.
په الوتکه کې ۱۴۹ تنه د اندونیزیا، درې تنه د کوریا،یو تن د سینګاپور، یو تن د انګلستان او یو تن هم د مالیزیا د هیواد وګړي شتون لري.
د پیښې نه سمدلاسه وروسته د ایر اسیا هوايي کرښې بیرنۍ میز جوړ کړی او د مساپرو د ژغورنې عملیات يي پيل کړي دي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه