په اتریش کې جومات ته سپکاوی شوی دی

160623
په اتریش کې جومات ته سپکاوی شوی دی

د اتریش په پلازمینه ویانا کې یو جومات ته بې حرمتي شوې شوې ده .
نامعلومو کسانو د جومات په دروازه کې د خوږ سر او لری ځوړند کړی وو.
په ټوله اروپا کې او په ځانګړې توګه په اتریش کې د اسلام سره دښمنۍ کچه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو ده. د ویانا په ۲۱ سیمه کې لمونځ کوونکي چې کله د سهار لمانځه لپاره جومات ته لاړل د جومات په دروازه کې د یوې بدې منظرې سره مخامخ شول.
د کوجه تپې په نامه د جومات امام د اناتولیا خبري اژانس ته وویل چې پدې وروستیو کې په ټوله اروپا کې او په ځانګړې توګه په اتریش کې د اسلام سره د دښمنۍ او اسلامي اماکنو ته د بې حرمتۍ کچه د پام وړ لوړه شوې ده . نوموړي وویل ً د سهار د لمانځه لپاره جومات ته لاړم ، د جومات په دروازه کې د خوږ سر او لری ځوړند ولید. سمدلاسه مې پولیسو ته خبر ورکړ او د مسلې اړوند څیړنې پیل شوې. ً
د جومات امام دا منفور عمل په کلکه توګه وغنده او وویل چې په هیڅ ډول د منلو وړ ندی. دا په ښکاره توګه اسلام او اسلامي اماکنو ته سپکاوی او بې حرمتي ده.
په سیمه کې د مسلمانانو د ټولنې مشر یاسین سرت ګل هم دا اقدام په کلکه توګه وغنده او د اسلام سره د دښمنۍ د بیلې بیلګې په توګه یادونه وکړه. نوموړي وویل چې دا اقدام د روغو او سالمو انسانانو کار ندی. نوموړي وویل چې هیڅکله به پدې ډول پارونکو اعمالو فریب ونخوري.
همداشان په ویانا کې د دیني چارو مشاور او د ترک اسلام د ټولنې مشر فاتح قره داش دا منفور عمل په کلکه توګه وغنده او وویل چې دا په اصل کې یواځې مسلمانانو ته نه بلکې ټول بشریت ته سپکاوی دی.
په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي دي چې پولیس او سیاستوال پدې ډول منفور اقداماتو سترګې پټوي او د مخنیوي په خاطر يي هیڅ ډول اقدام نکوي.
د ویلو ده چې تیره ورځ په سویډن کې هم یو جومات د نامعلومو کسانو لخوا وسوځول شول چې له امله يي ۵ تنه ټپيان شول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه