د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په خپله خطا اعتراف وکړ.

یواځې نړۍوال اقتصادونه بندیزونه د هیواد د اقتصادي بحران لامل ندي ګرځیدلي ، پدې برخه کې موږ هم ځینې خطاګانې کړي او پړ یو.

161422
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په خپله خطا اعتراف وکړ.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په خپله خطا اعتراف وکړ.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په خپلو هغه خطاګانو چې له امله يي په هیواد کې مالي بحران رامنځته شوې دی اعتراف وکړ.
پوتین د ۲۰۱۴ کال د ارزونې په غونډه کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې هو باید د هیواد په روانو ستونزو کې په خپلو بعضو خطاګانو اعتراف وکړو، ځینې خطاګانې ددې لامل ګرځیدلي دي چې هیواد د اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي خو دا هم باید هیر نکړو چې روانې ستونزې یواځې یو سبب نه بلکې ډیر زیات سببونه لري. یواځې نړۍوال اقتصادونه بندیزونه د هیواد د اقتصادي بحران لامل ندي ګرځیدلي ، پدې برخه کې موږ هم ځینې خطاګانې کړي او پړ یو.
پوتین زیاته کړه چې په هیواد کې د لا قوي اقتصاد د رامنځته کولو په خاطر يي ځینې اصلاحات رامنځته کړي دي خو وروستي پرمختګونه ددې ښکارندويي کوي چې دا کافي ندي.
د یادولو وړ ده چې د روسیې اقتصاد پدې وروستیو کې د لویدیځې نړۍ د بندیزونو له امله د سختو ستونزو سره مخامخ دی. د روسي روبل د ډالر په مقابل کې ۵۰ سلنه ارزښت د لاسه ورکړی دی .
همداشان پدې وروستیو کې د تیلو او ګازو د بیې راټیټیدو د روسیې اقتصاد ته ستر ګوزار ورکړ. روسیې په میلیاردونو ډالره زیان ولید.


پيوندونه:

اړوند خبرونه