انګليسۍ سندرغاړې د داعش په ليكو كې

د انګلستان د راك د موسيقۍ يوه پخوانۍ سندرغاړې سالي جونز Sally Jones څه كم يو كال وړاندې په انګلستان كې خپله كورنۍ پرېښودله او د داعش سره يو ځاى شوه.

155855
انګليسۍ سندرغاړې د داعش په ليكو كې

جونز خپل نوم په ``ام الحسين البريطانوي`` باندې بدل كړى او اوسمهال د داعش ليكو ته پېغلو د جذبولو په فعاليت باندې بوخت ده.
د داعش ۵۲ كلنه انګليسۍ غړې په ۱۹۹۰يمو كلونو كې د راك د موسيقۍ يوه هنري ډله درلودله چې وروسته يې ترې استعفا و كړه. نوموړې د ۲۰۱۴ كال په پيل كې له انګلستانه سوريې ته راغله د يو بل انګليس جنيد حسين سره يې واده وكړ.
د انګليسي خبري رسنيو د خبر له مخې جونز په انګلستان كې خپل دوه ماشومان هم پرې ايښي دي. جونز په ټويټر كې د ``ام الحسين البريطانوي`` په نامه يو حساب هم لري چې له دې لارې د داعش پروپاګند كوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه