د اروپا لخوا پر اسراييلو يو بل ګوزار

د اروپا د عدالت ديوان چې د اروپايي ټولنې د حقوقي چارو تر ټولو لوړپوړې اداره ده پرېكړه وكړه چې په فلسطين كې د حماس ډله د اروپا د ترهګرو ډلو د تور لست نه وباسي.

378004
د اروپا لخوا پر اسراييلو يو بل ګوزار

د فرانسې د خبري آژانس د خبر په اساس اروپايي ټولنې پرېكړه كړې ده چې د حماس سره د مخامخ خبرو اترو په موخه نوموړې ډله د ترهګرۍ د تور لست نه وباسي.
د بله پلوه د اسراييلو ځينو خبري رسنيو څرګنده كړه چې په اروپا كې ځينو نورو نړيوالو ټولنو هم حماس د خپل تور لست نه ويستلى دى. د اروپا يو شمېر هېوادونو فلسطين د خپلواك دولت په توګه پېژني.
شنونكي وايي چې د اروپايي ټولنې لخوا له تور لسته د حماس د ويستل د اسراييلو پر حكومت باندې سخت ډيپلوماټيك ګوزار دى. ددې امله به د ټولنې او اسراييلو ترمېنځ ډپيلوماټيك كړكېچ رامنځته شي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه