د آستراليا په يو رستورانټ كې ۵۰ تنه يرغمل شوي دي.

د آستراليا د سيډني په ښار كې نامعلومو وسله والو كسانو پر يو رستورانت باندې د بريد سره لږ تر لږه ۵۰ تنه يرغمل كړي دي.

148853
د آستراليا په يو رستورانټ كې ۵۰ تنه يرغمل شوي دي.

د آستراليا د پوليسو د سرچينو د خبر له مخې په سيمه كې د رستورانت په شاوخوا كې پراخه امنيتي تدابير نيول شوي دي. په درندو او سپكو وسله سمبالو پوليسو د راستورانت په شاوخوا كې كمينونه نيولي دي.
د عيني شاهدانو د څرګندونو په اساس تر اوسه پورې شاوخوا ۵ تنه د يرغمل كوونكو له لاسونو په تېښتې بريالي شوي دي. دا پېښه په ځايي وخت د سهار په لس بجو رامنځته شوه.
د رستورانت په ښيښه كې يرغمل شوي كسان ښكاري چې لاسونه يې پورته كړي دي. همداراز په ښيښه باندې تور بيرغ چې پرې د توحيد كلمه ليكل شوې ده

وځړول شوه.

.


په سيمه كې ځايي خبري رسنۍ وايي چې ځړول شوى بيرغ كه څه هم د داعش د بېرغ سره ډېر ورته والى نه لري خو ټول پدې اند دي چې دا پېښه د راډيكالې اسلامي وسله والې ډلې لخوا ترسره شوې ده.
د بله پلوه د آستراليا لومړي و زير ټونې آېبټ په يو ليكلي پيغام كې د پېښې په اړه اندېښنه وښودله او د هېوادوالو نه يې د سكون غوښتنه وكړه. اېبټ څرګنده كړه چې د هېواد وسله وال ځواكونه د دا ډول پېښو پر وړاندې د مداخلې وړتيا لري.
اېبېټ د پېښې نه وروسته د هېواد د ملي امنيت د كمېټې او كابينې سره په ګډه غونډه كې ګډون وكړ.
د اوپرا ودانۍ تشه شوه.


د دې پېښې نه وروسته پوليسو په ښار كې د اوپرا په زړه پورې ودانۍ چې د سيډني د ښار سمبول بلل كيږي د خلكو نه تشه كړې ده او هلته يې هم امنيتي تدابير نيولي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه