د کاتولیکې نړۍ مشر سبا ترکیې ته راځي

د کاتولیکي نړۍ دیني مشر پاپ فرانسیس سبا د یو درې ورځني سفر په ترڅ کې ترکیې ته راځي.

207736
د کاتولیکې نړۍ مشر سبا ترکیې ته راځي

د کاتولیکي نړۍ دیني مشر پاپ فرانسیس سبا د یو درې ورځني سفر په ترڅ کې ترکیې ته راځي.
د واتیکان لومړي وزیر کاردینال پیترو پارولین وویل چې د واتیکان ولسمشر او د کاتولیکي نړۍ دیني مشر پاپ فرانسیس سبا د یو درې ورځني سفر په ترڅ کې ترکیې ته سفر کوي. نوموړي وویل چې ددې سفر اصلي موضوع د دینونو ترمنځه ډیالوګ دی.
همداشان ددې سفر په ترڅ کې به د کلیسو ترمنځه د دوستۍ، همکارۍ او ډیالوګ په مسلو هم خبرې وشي.
پاپ فرانسیس به د خپل دې سفر په ترڅ کې په منځني ختیځ کې د مسحیانو د حالاتو په مسلې د ترکي چارواکیو سره خبرې وکړي.
د بله پلوه پاپ فرانسیس هم په خپله اونیزه وینا کې ویلي وو چې ترکیې ته د سفر سره د ډیرو ښو پایلو هیله لرو. دا سفر د سولې په برخه کې د میوو ورکولو په خاطر ترسره کیږي.
پاپ به په ترکیه کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د لیدنې نه وروسته په استانبول کې د ایه صوفیه د موزیم او جومات، د سلطان احمد جومات او کلیسو نه لیدنه وکړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه