اوباما د مینې اعلان وکړ

205665
اوباما  د مینې   اعلان وکړ

د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن په سپینه ماڼۍ کې د هیواد ۱۸ تنو نامتو څیرو ته د جمهوریت تر ټولو عالي نښان ورکړ.
خو پدې مراسمو کې تر ټولو د حیرانتیا خبره د ولسمشر اوباما لخوا د مینې اعلان وو.
ولسمشر اوباما درې ځله د اوسکار د جایزې ګټوونکې د سینما نامتو لوبغاړې او سندرغاړې میریل ستریپ سره خپله مینه اعلان کړه .
ولسمشر اروباما وویل ً زه دلته یوه راض ښکاره کوم ، زه په میریل ستریپ مین یم، پدې میشل هم پوهیږي او د ستریپ میړه هم . ولسمشر اوباما وویل چې زه د میریل ستریپ سره مینه لرم او په هغه مین یم.
د یادولو وړ ده چې پدې مراسمو کې د میریل ستریپ سربیره نامتو لیکوالانو، خبریالانو او هنرمندانو ته د امریکا د جمهوریت عالي نښانونه ورکړل شول.
ولسمشر اوباما په مراسمو کې د سینما نامتو لوبغاړې میریل ستریپ ډیره ستاینه وکړه او چې نوموړې د امریکا د مهمو شخصیتونو نه یوه ده. په خپل رول او اداکارۍ کې ډیره بریالۍ ده . هر رول د زړه د تله اجزا کوي چې د همدې امله د ټولو په زړونو کې ځای لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه