په نړۍ كې اوس هم ۳۶ ميليونه انسانان د غلامۍ ژوند كوي.

د Walk Free په نامه نړيوالې ټولنې چې مركز يې په آستراليا كې دى د غلامۍ په يو راپور خپور كړى چې پكې راغلي دي اوس هم په نړۍ كې شاوخوا ۳۶ ميليونه غلامان ژوند كوي چې زياتره يې په هندوستان كې دي.

193824
په نړۍ كې اوس هم ۳۶ ميليونه انسانان د غلامۍ ژوند كوي.

د Walk Free په نامه نړيوالې ټولنې چې مركز يې په آستراليا كې دى د غلامۍ په يو راپور خپور كړى چې پكې راغلي دي اوس هم په نړۍ كې شاوخوا ۳۶ ميليونه غلامان ژوند كوي چې زياتره يې په هندوستان كې دي. ددې راپور له مخې د نړۍ د نفوسو ۵ سلنه د مافيايي ډلو لخوا تښتول كيږي چې زياتره ښځې يې فحاشۍ ته اړ ويستل كيږي او په نارينو په زوره كار كيږي.
ددې ټولنې د څېړنې له مخې د نړۍ په ۱۶۷ هېوادونو كې اوس هم د غلامۍ د ژوند نښې نښانې ليدل كيږي. ددې هېوادونو په كتار كې هندوستان لومړى مقام لري. په هند كې شاوخوا ۱۴ ميليونه كسان د غلامانو په څېر ژوند كوي. دويم ځاى د چين هېواد پورې اړه لري په چين كې بيا دا شمېره ۳ ميليونه ده. پاكستان، ازبكستان او روسيه به په ترتيب سره دريم، څلورم او پينځم ځاى لري.
په راپور كې راغلي دي چې له بده مرغه د غلامانو ترمېنځ يو زيات شمېر ماشومان هم شته دى. په زوره د فحاشۍ په كارو بار كې آسيايي هېوادونو او يو شمېر افريقايي هېوادونو لومړى ځاى لري.
په نړۍ كې د غلامۍ د پاى ته رسولو په موخه د نړيوالو ټولنو ترمېنځ همكاري شرط بلل شوې ده.


پيوندونه:

اړوند خبرونه