داعش دا ځل د يو امريكايي مسلمان نه هم سر غوڅ كړ.

د عراق – شام د اسلامي دولت داعش د خبري سرچينو د خبر له مخې د امريكايي هېوادوال پيټر كېسيګ سر يې غوڅ كړى دى. ۲۶ كلن پېټر كېسيګ د داعش لخوا تر نيول كېدو وروسته مسلمان شوى وو او خپل نوم يې په عبدالرحمان بدل كړى وو.

191929
داعش دا ځل د يو امريكايي مسلمان نه هم سر غوڅ كړ.

د عراق – شام د اسلامي دولت داعش د خبري سرچينو د خبر له مخې د امريكايي هېوادوال پيټر كېسيګ سر يې غوڅ كړى دى. ۲۶ كلن پېټر كېسيګ د داعش لخوا تر نيول كېدو وروسته مسلمان شوى وو او خپل نوم يې په عبدالرحمان بدل كړى وو. كېسيګ په سوريه كې د بشري مرستو د ويشلو پرمهال د ۲۰۱۳ كال د اكتوبر په لومړۍ نېټه د داعش لخوا نيول شوى وو.
پيټر كېسيګ چې په اصل كې د هندوستاني مور او پلار نه په امريكا كې زېږېدلى وو په سوريه كې په بشري مرستو بوخت وو. د نوموړي مور او پلار د ۲۰۱۴ كال د مې په مياشت كې د يو ويډيويي پيغام په ترڅ كې د داعش نه غوښتنه كړې وه چې زوى يې خوشې كړي.
كېسيګ تر دې وړاندې د انګلستان د هېواد د هېوادوال آلن هېنېنګ د وژل كېدو په ويډيو كې د داعش د اورپكو لخوا ښودل شوى وو او ګواښ شوى وو چې تر دې وروسته وار به د پيټر كېسيګ وي.
پيټر كېسيګ هم د داعش د پخوانيو قربانيانو په څېر د سر په غوڅولو سره ووژل شو. داعش د كېسيګ د وژل كېدو د ويډيو په خپرولو سره اوباما ته په خطاب كې وايي چې ``په عراق او شام كې د هوايي بمباريو سره دې زموږ هېوادوال ووژل. دا دى اوس موږ ستا هېوادوال وژنو.``


پيوندونه:

اړوند خبرونه