په مسجد النبوي كې د سجدې پرمهال يې ساه وركړه.

نن سهار په مدينه منوره كې په مسجد النبوي كې د سيمې امنيتي كار كوونكو يو لمونځ كوونكى پداسې حال كې وموندلو چې پر سجدې پروت وو. د سيمه ايزو رسنيو د خبر له مخې لمونځ كوونكي د سجدې پرمهال خپل روح تسليم كړى وو.

173072

ويل كيږي چې لمونځ كوونكى د نفلو لمونځ ادا كولو. امنيتي كار كوونكي هغه مهال شكمن شول چې لمونځ كوونكى له سجدې كولو نه وروسته څو دقيقي په پرله پسې توګه سر پورته نه كړ. كله چې كار كوونكي لمونځ كوونكي ته نږدې شول نوموړي ساه وركړې وه.
د چارواكو د څرګندونو له مخې دا شخص د كوېټ د هېواد اوسېدونكى وو. نوموړى په مدينه منوره كې د جنت البقيع په هديره كې خاورو ته وسپارل شو.

پيوندونه:

اړوند خبرونه