کاناډا یوې مسلمانې میرمنې په محکمه کې دولت پر خلاف دعوا پرانیسته
په کاناډا کې یوې مسلمانې ښځې د دولت پر خلاف پر خلاف په محکمه کې اقامه د دعوا وکړه .
په کاناډا کې یوې مسلمانې ښځې د دولت پر خلاف پر خلاف په محکمه کې اقامه د دعوا وکړه .
دې مسلمانې میرمنې ویلي دي چې د کاناډا حکومت د حجاب له امله دیته ته د کاناډا د تابعیت د ترسره کولو نه وروسته د لوړې اجازه نده ورکړې.
یادې شوې میرمنه ادعا کوي چې د کاناډا حکومت ددې کار سره د هیواد د اساسي قانون او بشري حقونو د تړون نه سرغړونه کړې ده چې پکې په هیواد کې ټول دینونه او عقیدې پوره ازادي لري . نوموړې ویلي دي چې په اصل کې دا نوی چلند د کاناډا د هیواد د کډوالو د پخواني وزیر لخوا په ۲۰۱۱ کال کې پيل شوی دی چې په اصل کې نوموړې پدې مسله کې د هیواد ټول قوانین د خپو لاندې کړي دي.
یادې شوې میرمنې ویلي دي حجاب زموږ دیني مجبوریت دی . هر مسلمانه ښځیه مجبوره ده چې حجاب وکړي . پدې مسله کې زموږ او د ټولو مسلمانانو حقونه د خپو لاندې کیږي.
یادې شوې میرمنې د کاناډا د کډوالو پخوانی وزیر په ډیکټاتورۍ تورن کړ.
اړوند خبرونه
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.