د انګلستان پارلمان د فلسطين دولت په رسميت وپېژندلو.

156060
د انګلستان پارلمان د فلسطين دولت په رسميت وپېژندلو.

د انګلستان پارلمان د فلسطين دولت په رسميت وپېژندلو.
د انګلستان ولسي جرګې د فلسطين د دولت د په رسميت پېژندلو په اړه د قانون طرحه د ۲۷۴ مثبتو رايو سره ومنله. پدې ډول پارلمان د فلسطين د خپلواك دولت شتوالى په رسميت وپېژندلو.
د قانون دا طرحه د نوموړي هېواد د كارګر د ګوند لخوا جوړه شوې وه چې په ولسي جرګه كې د لېبرال ګوند ترې هم ملاتړ وكړ. د انګلستان په ولسي جرګه كې۱۲ وكيلانو بيا ددې طرحې مخالفت وكړ.
د كارګر د ګوند د فلسطين د دوستۍ د كمېټې مشر ګراهام موريس وويل چې د طرحه د سولې په لار كې يو كوچنى سمبوليك ګام دى.
دا پداسې حال كې ده چې د انګلستان د قوانينو له مخې دولتونه د پارلمان لخوا نه بلكې د حكومتونو لخوا په رسميت پېژندل كيږي. ددې امله د انګلستان د ولسي جرګې مثبته پرېكړه عملي بڼه نه لري خو د نوموړي هېواد پر حكومت به فشار راولي چې پدې برخه كې جدي اقدامات وكړي.
د رايې اچونې پر مهال د انګلستان لومړي وزير ډېوېډ كامرون او د كابينې غړو ممتنعه رايه وكاروله. 

په نړۍ كې۱۳۰ هېوادونه فلسطين د يو خپلواك دولت په توګه په رسميت پيژني. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه