د داعش په بهانه د لوديځ اسلام دښمني

176143
د داعش په بهانه د لوديځ اسلام دښمني


د امريكا د متحدو ايالتونو، انګلستان، آستراليا، جرمني او فرانسې نه وروسته د اتريش هېواد هم د اسلام په وړاندې ځينې تدابير ونيول. په اتريش كې د يوې قانوني طرحې له مخې د مسلمانانو د ځان او مال ساتنې او سياحت د حقونو په برخه يو لړ محدوديتونه وضعه كيږي.
لوديځه نړۍ او په تېره بيا اروپايي هېوادونه د داعش او القاعدې په څېر د ډلو د ګواښونو په بهانه د اسلام او مسلمانانو په وړاندې د توكمپالنې يو لړ اعمال ترسره كوي.
تېره اونۍ د اتريش د هېواد پارلمان د `` اسلام د قانون`` په نامه يو طرحه تصويب كړه چې له مخې يې په هېواد كې د مېشتو مسلمانانو د ځان او مال د خونديتوب او سياحت د حق په برخه كې يو لړ محدوديتونه وضعه كړي دي.
د اتريش هېواد كه څه هم څه باندې سل كاله وړاندې په ۱۹۱۲ ميلادي كال كې اسلام په رسميت پېژندلى او حنفي مذهب يې د ديني لږه كيو په كتار شامل كړى دى اوس د وركړل شوو حقونو نه انكار كوي. د نوموړي هېواد چارواكو په اتريش كې د افراطيت د مخنيوي په بهانه ددې سل كلن قانون ځېنې مادې بدلې كړي دي.
د اتريش ولسمشر هېنز فيشر څرګنده كړه چې د هېواد د اساسي قانون محكمه به پرېكړه وكړي چې د `` اسلام قانون`` د اساسي قانون سره په ټكر كې دى او كه نه.
په اتريش كې د اسلامي جماعت مشر فواد سناچ پدې اړه وويل چې دا په هېواد كې د اسلام او مسلمانانو په وړاندې د توكمپالنې ښه بېلګه ده.


پيوندونه:

اړوند خبرونه