په امریکا کې پولیس لخوا د تورپوستکي ځوان وژلو خلکو قهر پارولی دی

د امریکا د سنټ لویس په ښار کې د پولیس لخوا د یو تن ۱۸ کلن تورپوستکي ځوان وژلو د خلکو سخت قهر پارولی دی .

153003
په امریکا کې پولیس لخوا د تورپوستکي ځوان وژلو خلکو قهر پارولی دی

د امریکا د سنټ لویس په ښار کې د پولیس لخوا د یو تن ۱۸ کلن تورپوستکي ځوان وژلو د خلکو سخت قهر پارولی دی . د یادولو و ده چې دوه ورځې وړاندې د سنټ لویس په ښار کې یو پولیس چې د وظیفې نه بهر په ساعتونو کې ۱۸ کلن تورپوستکی ځوان په ډزو وواژه.
ددې پیښې د رامنځته کیدو نه وروسته یو ځل بیا د سیمې خلکو په مظاهرو لاس پورې کړ او په خلکو يي د لا لویې مظاهرې د جوړولو په خاطر په مظاهره کې د ګډون غږ وکړ.
مظاهره کوونکو ویلي دي چې د مقامت اوونۍ تر نامه لاندې به د اکتوبر تر ۱۳ نیټې لا پراخه مظاهرې جوړې کړي.
مظاهره کوونکو ویل چې په امریکا کې د توکمونو ترمنځه د تفرقې په خاطر په سیستماتیکه توګه کار روان دی او په ټولنه کې د قانون نه په ښکاره توګه سرغړونې کیږي چې دې مسلې ته باید د پای ټکی کیښودل شي.
مظاهره کوونکو د همدې امله په هیواد کې په ټولو خلکو په مظاهرو کې د ګډون غږ وکړ.
یو تن ۲۶ کلن مظاهره کوونکي چې عدالت نشته ، سوله نشته شعارونه يي ورکول وویل چې په ټولنه کې په یوې ځانګړې برخې پر خلاف په ښکاره توګه بې عدالتي او بې قانوني دوام لري.
ویل کیږي دا مظاهرې به د دوشنبې تر ورځې دوام وکړي. په مظاهرو کې د خلکو ګډون د هر ساعت په تیریدو سره ډیریږي.
د یادولو وړ ده چې په امریکا کې د اګست په میاشت کې هم په همدې د سنټ لویس په ښار کې یو تن بل تورپوستکی ځوان مایکل برون هم د پولیسو لخوا وژل شوی وو چې په هیواد کې لویو مظاهرو ته لار پرانیستې وه. د نوموړې پیښې نه دوه میاشتې لا نه تیریږي چې دا ځل یو تن بل تورپوستکی ځوان د پولیسو په ډزو ووژل شو.
د اګست په میاشت کې پولیس پداسې حال کې مایکل برون په ډزو ویشتی وو چې لاسونه يي په سر ایښې وو او تسلیم شوی وو. د نوموړو مظاهرو نه وروسته د سنټ لویس په ښار کې فوق العاده حالت اعلان شوی وو. مظاهرې په ډیره سخته او د ولسمشر اوباما په غوښتنه پایته رسیدلې وې.
د ویلو ده چې د مایکل برون د وژلو په تور تر اوسه پورې هیڅوک نیول شوی ندی او تمه کیږي چې د مایکل برون دعوا راتلونکې میاشت کې پایته ورسیږي..


پيوندونه:

اړوند خبرونه