د یمن په پلازمینه صنعا کې د ځانمرګي برید له امله ۲۰ تنه ووژل شول
د یمن په پلازمینه صنعا کې د تحریر په څلور لاري کې ځانمرګي برید لږ تر لږه شل تنه مړه او په لسګونو تنه نور ټپیان کړل.
د یمن په پلازمینه صنعا کې د تحریر په څلور لاري کې ځانمرګي برید لږ تر لږه شل تنه مړه او په لسګونو تنه نور ټپیان کړل.
په سیمه کې عیني شاهدانو او د رویټرز خبریال ویلي دي چې د ځانمرګي برید موخه د حوثي شیعه جنیګالیو یوه پوسته وه.
په سیمه کې یو تن عیني شاهد د رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د برید نه وروسته يی د تحریر په څلور لاري کې د شلو تنو مړي ولیدل. همداشان په لسګونو تنه نور ټپیان ول.
په سیمه کې د یو بانک امنیتي کس رویټرز ته وویل چې یو تن په سیمه کې د حوثي شیعه جنګیالیو پوستې ته نږدې شو او وروسته چاودنه رامنځته شوه .
په پیښه کې ډیری حوثي شیعه جنګیالي وژل شوي دي . د یادولو وړ ده چې د تحریر څلور لاری د حوثي شیعه جنګیالیو تر کنټرول لاندې دی.
د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی خو داسې ګمان کیږي چې د القاعدې د ډلې لخوا شوی وي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.