داعش د بل انګلیس مرستندویه الن هیننګ سر غوڅ کړ
داعش د یو تن بل انګلیس الن هیننګ نه چې د یو مرستندویه سازمان لپاره يي کار کولو سر غوڅ کړ
داعش د یو تن بل انګلیس الن هیننګ نه هم سر غوڅ کړ.
داعش د انګلیس الن هیننګ د وژلو اړوند ویدیويي فلم خپور کړ. د داعش لخوا په خپره شوې ویدیو کې یو تن نقاب پوشه د داعش جنګیالی چې په انګلیسې ژبې خبرې کوي د الن هیننګ نه چې د یوې مرستندویه سازلمان لپاره يی کار کولو سر غوڅوي.
د یادولو وړ ده چې داعش تیره میاشت د یو تن بل انګلیس وګړي دیوید هینز نه سر غوڅ کړی وو او د انګلستان حکومت ته ګواښ کړی وو که چیرې د داعش پر خلاف په جوړ شوي ایتلاف کې ګډون وکړي د دې بل انګلیس وګړي الن هیننګ نه به سرغوڅ کړي .
د انګلستان پارلمان یو څه موده وړاندې د داعش پر وړاندې په مبارزه کې د ګډون په اړه د حکومت طرحه ومنله چې وروسته انګلیس هوايي ځواکونو د داعش پر خلاف په عملیاتو کې ګډون وکړ.
داعش امریکا او متفیقینو ته يي یو بل پیغام تر نامه لاندې دا ویدیويي فلم خپور کړی دی .
په فلم کې الن هیننګ وايي چې د انګلستان د پارلمان د پریکړې بدل زه په خپل زما د ځان په بدل کې اخیستل کیږي دا ځکه چې زه یو عادي انګلیس وګړی یم.
همداشان د داعش جلاد د انګلستان په لومړي وزیر کامرون غږ کوي چې ای کامرونه ، د الن د وژل ستا په لاس کې دي، الن وژل کیږي خو د هغه د خون ستا او د انګلستان د پارلمان په غاړه دی.
همداشان د داعش جلاد نقاب پوشه چې په لاس کې چړه لري وروسته د امریکا په ولسمشر بارک اوباما غږ کوي ، که چیرې په داعش روان هوايي عملیات ونه دروۍ د پیتر ادوارد په نامه د بل امریکايي نه به هم سر غوڅ کړي.
د ویلو ده چې داعش ددینه وړاندې د دوو تنو امریکایانو نه سرونه غوڅ کړي دي.