FBI د داعش د جلاد هویت تثبیت کړ

د امریکا د اف بي ای پولیسو د داعش د جلاد د هویت د تثبیتولو نه خبر ورکړ

140884
FBI  د داعش د جلاد هویت  تثبیت  کړ

د امریکا  د FBI  پولیسو  ویلي دی جې  د یو شمیر هیوادونو په مرسته يي  د داعش د ډلې  د جلاد  چې د دوو تنو امریکايي او یو تن انګلیس  نه يي سرونه  غوڅ کړي دي هویت  تثبیت  کړی دی . 

د امریکا  د اف بي ای  د پولیسو  مشر جیمز کومي  د داعش  د جلاد هویت  افشا نکړ  ویلي دي خو وویل چې  د تصاویرو، خپرو شوو ویدیوګانو او غږونو  نه  دا تثبیت شوې ده چې  بریتانیوي  لهجه  لري او په ځانګړې توګه  د لندن  د خلکو .

د یادولو وړ ده چې د داعش د جلاد لخوا  د امریکايي او بریتانیوي  وګړو بې رحمانه وژلو  او سرغوڅولو  تصاویرو او ویدیو ګانو د داعش پر خلاف  د لویدیځ  د ایتلاف  او عملیاتو پیلولو کې مهم  رول درلود.

د داعش لخوا د امریکايي خبریالانو او انګلیس  مرستندویه  لخوا د سر غوڅولو  په اړه په خپرو شوو ویدیوګانو کې  یو تن چې مخ يي په تور نقاب  پوښل  شوی دی او چړه  په لاس کې لري  امریکا او لویدیځو هیوادونو ته ګواښونو کوي او د نوموړو کسانو د وژلو مسوله امریکا  او انګلستان بولي. 

د بله پلوه  د امریکا د اف بي ای د پولیسو  مشر  کومي  ویلي دا نشي ویلی  چې  امریکايي خبریالان او انګلیس مرستندویه  د نوموړي جلاد لخوا وژل شوي وي. خو انګلستان د کورنیو چارو وزیر  بیا تیره ورځ وویل چې د داعش  د نوموړي جلاد  د هویت د تثبیت په خاطر  په تحقیقاتو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی .

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه