د سکاټلنډ لومړی وزیر په ټولپوښتنه کې د ماتې له امله استعفا کوي

د سکاټلنډ د ملي ګوند مشر او د ایالت لومړي وزیر الکس سالمونډ په ټولپوښتنه کې د ماتې له امله د استعفا کولو پریکړه وکړه .

132374
د سکاټلنډ لومړی وزیر په ټولپوښتنه کې د ماتې له امله  استعفا کوي

د سکاټلنډ د ملي ګوند مشر او د ایالت  لومړي وزیر الکس  سالمونډ  په ټولپوښتنه کې  د ماتې له امله  د استعفا کولو پریکړه وکړه .

سالمونډ  د سکاټلنډ  په پلازمینه  ادینبورګ  کې د صدارات په رسمي ودانۍ کې  د یوې خبرې غونډې په ترڅ کې وویل چې د دندې نه د استعفا  پریکړه کړې. نوموړي وویل چې  د سکاټلنډ د بیلتون غوښتنونکو او ازادي غوښتونکو  د مشر په توګه  زما  موده  د خلاصیدو په حال کې ده  خو  د سکاټلنډ  د ازادۍ په خاطر  کمپاین به دوام وکړي او دا  خیال  به  مړ  نشي.

نوموړی وویل چې  د سکاټلنډ د خپلواکۍ په خاطر  د ترسره کړو ټولو هلو ځلو  او کمپاینونو له امله  ډیر ویاړم  . د یادولو وړ ده چې  سالمونډ به  د نوامبر په میاشت کې  د ګوند  د مشرۍ نه  استعفا ورکړي خو په پارلمان کې به د خپلې دندې نه  استعفا  ورنکړي.

د یادولو  وړ ده چې تیره ورځ  په سکاټلنډ کې د انګلستان  نه  د جلا کیدو او یا نه جلا کیدو  په خاطر  ټولپوښتنه وکړه چې  ۵۵ سلنه  خلکو  د انګلستان نه  د نه جلا کیدو پریکړه وکړه.

د بله پلوه  د امریکا  ولسمشر بارک اوباما  د سکاټلنډ د ټولپوښتنې  د پایلو نه  د ممنونیت  اظهار وکړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه